تاند- د ملګروملتو امنیت شورا تېره شپه/د امریکا دوشنبه/ په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه بل کال په مخه تصویب کړ.

په افغانستان کې د ملګروملتو د ماموریت په اړه بحث په افغانستان کې د ملګروملتو ځانګړي استازي یان کوبیش پیل کړ، او د ملګروملتو او د نورو هیوادونو له هغو غړیو سره یې ژوره خواحوږي څرګنده کړه چې په کابل کې د جنورۍ د میاشتې په ځانمرګو بریدونو کې ووژل شول.

په جنورۍ کې د کابل په وزیر اکبرخان مېنه کې پر یوه لبناني رستوران د خانمرګي برید په نتیجه کې نژدې ۳۰ تنه ووژل شول چې ۹ یې بهرنیان او نور افغانان ول. د حملې ټول قربانیان ملکیان وښودل شول.

یان کوبیش امنیت شورا ته په خپله وینا کې د افغانستان د راتلونکې میاشتې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات تاریخي وبلل، ویې ویل چې د سیاسي واک باوري لېږد(انتقال) نه یوازې له ثبات سره مرسته کوي بلکې د افغانستان د خلکو په منځ کې یووالی هم ټینګوي.

ده همداراز وویل:«د ۲۰۱۴ کال د اپریل د میاشتې د انتخاباتو بریالیتوب به د افغانستان د موسساتو د پیاوړتیا، سیاسي ثبات او په راتلونکي کې د اعتماد د رامنځته کېدا لپاره خورا حساس او مهم وي.»

یان کوبیش خپلې خبرې په دې رالنډې کړې چې ملګري ملتونه سوکاله او سوله ییز افغانستان ته ژمن دي او یوناما (په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستو دفتر) په افغانستان کې د بشري حقونو ساتنې او د افغانستان د پرمختګ لپاره د نړیوالو مرستو همږغولو ته اهمیت ورکوي.