تاند- د ملګروملتو له مخدرو موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې د جمعې په ورځ خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د بې ساري کرل شویو کوکنارو حاصل به په هیروینو واوړي او په هغو هیوادونو کې به، چې دا مواد ورته په قاچاق وړل کېږي، د انسانانو مړینې زیاتې کړي.
د ملګروملتو له مخدرو موادو او جرمونو سره د مبارزې د ادارې د کالني راپور پر اساس تېر کال په افغانستان کې دومره کوکنار کرل شوي و چې له ۱۹۹۸ را په دې خوا هیڅکله نه و کرل شوي.
د دې ادارې په وینا افغانستان د ټولې نړۍ په سلو کې ۸۵ تریاک او په سلو کې ۷۷ هیروین تولیدوي.
د دې راپور یوې لیکوالې انجیلا مي په ویانا کې خبریالانو ته وویل:«موږ پوهېږو چې د دغو کوکنارو لویه برخه به په هیروینو بدله شي، مهمه ده چې په دې برخه کې خبرداری ورکړای شي.»
دې دا هم وویل چې په امریکا او بریتانیا کې ارزانه هیروینو ته تقاضا مخ په زیاتېدا ده او دوی د هیروینو په وجه د مړینو د زیاتېدو نښې لیدلي دي.