تاند، پنجشنبه، د میزان ۴مه: ملګرو ملتونو د ټاکنو په رارسېدو له ټولو ښکیلو لوریو غوښتي چې خلکو ته د رایه ورکولو لازم شرایط برابر کړي، خو طالبانو ته یې خبرداری ورکړی چې په ټاکنیزه پروسه د دوی هر ډول برید به جنګي جنایت په معنا وي.
په کابل کې دملګرو ملتونو د دفتر لخوا تاند ته په استولې خبرپاڼه کې د تدامیچي یاماماتو له قوله راغلي، چې رایه د ټولو حق دی او افغانان باید له کومې وېرې او ډار پرته د خپلې خوښې نوماندانو ته د رایې ورکولو حق ولري او له دې حقه محروم نشي: (( زه پر طالبانو غږ کوم چې ټاکنو کې دې لاسوهنه نه کوي، د ملکیانو او رایه ورکوونکو خوندیتوب ته دې پام وکړي.))
خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي، یاماماتو د ټاکنیزې پروسې د خوندیتوب په تړاو تېره سه شنبې په دوحه کې له طالب مشرانو سره هم لیدلي او ترې غوښتي یې دي چې د ټاکنو امنیت ته دې پام وکړي.
خو ښاغلي یاماماتو دغه رازخبرداری هم ورکړی دی چې د رای اچونې پر مرکزونو بریدونه، د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده او کېدای شي جنګي جنایتونو کې وشمېرل شي.
ملګرو ملتونو په کندهار کې دغه راز په یو برید کې د یو خبریال وژنه هم غندلې او وايي، په بې توپیره او قصدي توګه د ملکیانو وژل د غندنې وړ بولي.
ملګرو ملتونو دغه راز پر ټولو کورنیو او نړیوالو خواو غږ کړی چې د ټاکنو په ورځو کې شخړه راکمه کړي او په هر ډول عملیاتو کې د ملکیانو خوندیتوب ته پام وکړي.
کچیری ملگری ملتونه وایی چی دا یو جنگی جنایت دی نو ولی نړیوالی محکمی ته اجازه نه ورکوی چی راشی دا ۴۰ کلنه جنګی جنایتونو څیړنه وکړی او هغه جنایتونه چی امریکا، پاکستان او طالبانو کړی ولی نه بررسی کوی؟