تاند- د ملګروملتو د کډوالو لویه کمیشنري وايي، په پاکستان کې هر کال شاوخوا ۶۰ زره افغان مهاجر ماشومان زېږي.
یو این ایچ سي آر نن /پنجشنبه/ د نویو زېږېدونکو افغانانو د شمېر د اعلانولو ترڅنګ وویل چې اوس په پاکستان کې نژدې یو ملیون او ۶ لکه راجستر افغان کډوال اوسي.
دا اداره وايي چې له ۲۰۰۲ څخه تر اوسه پوري یې له پاکستانه د ۳ ملیونه او ۸ لکه افغان کډوالو په بېرته ستنېدو کې مرسته کړې ده.
د ملګروملتو د کډوالو لویې کمیشنرۍ په خپل راپور کې د هغو زیاتیو یادونه نه ده کړې چې په وروستیو دوو اوونیو کې د پاکستان په مختلفو سیمو کې له افغان کډوالو سره د پاکستانی پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو له لوري روان دی.
پاکستاني سرچینې وايي چې پولیسو په وروستیو څو ورځو کې نژدې ۲ زره افغان کډوالو نیولي دي.
په تېرو درو ورځو کې پاکستان له بلوچستانه شاوخوا ۵۰۰ افغان کورنۍ په زوره وایستلې. دا کورنۍ اوس د کندهار د ښوراوک ولسوالي په بېلابېلو سیمو کې په بد حالت کې اوسي.
تېره میاشت د بشري حقونو د څار ډلې په پاکستان کې له افغان مهاجرو سره د زور زیاتي له امله، چې به نتیجه کې یې ۶ لکه افغانان مجبوره شول بېرته خپل هیواد ته راشي، د پاکستان پر حکومت نیوکې وکړې او د ملګروملتو د کډوالو لویه کمیشنرۍ یې ملامته وبلله چې د پاکستان پر زورزیاتیو یې سترګې پټې کړي دي.
یو ان ایچ سې ار یوه فاسده اداره ده دا معلومات لري چې ۴۰ زره ماشومان پيدا کیږي، خو هیڅکله یې د پاکستاني پولیسو لخوا د نیول شوو او زورول شوړ افغانانو په هکله نه کوم راپور خپور کړ او نه یې کومه مرسته وکړه.په دې کې اکثره پاکستاني مامورین د بیرته ستنیدونکو نه د رشوت غوښتنه کوي. او هر څه د پاکستان په ګټه کوي.