میرویس جلالزی- په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګي مشرې ګیورګیت ګیګنون په وینا افغان ټولنه او د کورنیو چارو وزارت په ټوله کې د ښځینه پولیس سرتیرو په باب منفي نظر لري.
د میرمن ګیګنون دغه څرګندونې په داسي حال کې خپریږي چې م.م. په ۲۰۱۳ کال کې له افغان ښځینه پولیسو سره د زور زیاتې او د هغوی د ژوندانه د بدو حالاتو په باب یو بوږنوونکي راپور افغان دولت ته سپارلی و خو دغه راپور د دې موسسې په خبره هم له رسنیو او هم له ټول افغان ولسه پټ ساتل شوی دی.
ویل کیږي که چیرته دغه راپور خپور شوی وای نو دې به د افغان دولت په تېره بیا د کورنیو چارو وزارت ته لوی سرخوږی زیږولی وای.
د ملګرو ملتونو یو راپور، چې په ۲۰۱۳ کال کې د افغانستان کورنیو چارو وزارت ته سپارل شوی او کله هم له مطبوعاتو سره نه دی شریک شوی، کاږي چې د دې موسسې له لوري د مرکه شویو ۱۳۰ ښځینه پولیس سرتیرو له ډلې له ۷۰ تنو سره جنسي زور زیاتی شوی، ځورول شوي او ورته سپکې سپوري او د عرف او قانون خلاف خبرې شوي دي.
په راپور کې دا هم ویل شوي چې د یوه ځانګړي میکانیزم نه شتون، اداري فساد، د امکاناتو کمی، جنسي ځورونه او تبعیض هغه څه دي چې د پولیسو لیکو ته د ښځینه پولیسو د ورتګ مخه یې نیولې ده.
یوه لوړ پوړي غربي دیپلومات نیویارک ټایمز ورځپاڼي ته ویلي چې دوی ډيره لیواله دي او ډیرې منابع لري چې افغان ښځینه پولیسې وروزي، خو کله چې هغوی ورزول شي، د پولیسو لیکو ته واستول شي او بهرنیان له افغانستان لاړ شي نو څه فکر کوي چې له دغو ښځو سره به څه وشي؟
د دغه دیپلومات نوم د موضوع د حساسیت له کبله پټ ساتل شوی دی.
د افغانستان لویدیځ متحدان او د امریکا متحده ایالتونه وايي چې د افغان پولیس ځواک لپاره د ښځو او نجونو ګومارل او هغوی ته د لازمو پوځي زدکړو ورکول د دوی له لومړیتوبونو څخه دي.
امریکايي مقامات وايي چې په دې کار به یو عامه نظم سمون ومومي او تر څنګ به يې د ښځو پر وړاندي د زور زیاتي موارد را ټیټ شي.
دا په دې مانا چې هغه ښځې به په اسانۍ سره عدلي او قضايي اورګانونو ته د ورتلو لپاره زړه ښه کړي چې ورسره ډول ډول زور زیاتی شوی وي او په اوس حال کې په سیمزو او ښاري ادارو کې د ښځینه پولیسو د نشتون له کبله خپل دردونه او ستونزې پټې ساتي.
ویل شوي چې له افغانستان سره لویو مرسته کونکو هیوادونو په وار وار له افغان حکومت څخه غوښتي چې دې مسلې ته جدې پاملرنه وکړي ځکه دا په افغانستان کې د نړیوال ماموریت تر ټولو لویه او کلیدي برخه ده .
د رپوټونو له مخې چې اوس مهال د افغان پولیس ځواک له ۱۶۹۰۰۰ شمیر څخه یوازې ۲۷۰۰ تنه يې ښځې دي او دا شمیره د سلنې له اړخه د ټول پولیس ځواک په کچه دوه سلنه جوړوي.
ټاکل شوې وه چې څو کاله دمخه د افغان پولیس ځواک په لیکو کې د ښځینه پولیس سرتیرو شمیر ۵۰۰۰ تنو ته ورسول شي خو پر کلتوري او عنعنوي ستونزو سربیره له طالبانو ویره او د کورنیو سخت ګیرانه شرایط د دې لامل شول چې د افغانستان کورنیو چارو وزارت و نه توانیږي چې په ټاکلي وخت کې خپلې دغې موخې ته ورسیږي.
په ننګرهار ولایت کې د پولیس ځواک د جلب او جذب د مرکز مشر ډګروال علي عزیز احمد میرکی وايي تر اوسه په افغاني ټولنه کې د ښځینه پولیسو د جلب او جذب لپاره شرایط اماده شوي نه دي، ښځې او نارینه په ګډو دفترونو کې کار نه شي کولای .
هغه وايي، ده ته پولیس قوماندانانو ویلي چې د دوی ښځینه پولیسي نه دي په کار او ښه به وي چې ښځي په کورو کې وي نه د پولیسو په لیکو کې.
د ډګروال میرکي په وینا، د دوی د فعالیت ساحه (ننګرهار) کې پولیس قوماندانان، ټولی او بلوک مشران له امنیه قوماندانۍ څخه تل د نارینه پولیس سرتیرو د ورلیږلو غوښتنه کوي او هیڅکله هم نه وايي چې دوی ښځینه پولیس سرتیرو ته اړتیا لري.
د ملګرو متلونو د بشر ي حقونو د څانګې د مشرې د دغو څرګندونو په باب تر اوسه پوري د افغانستان حکومت په تېره بیا د کورنیو چارو وزارت کوم غبرګون نه دی ښوولی.