دوه درې ورځې  مخکې په مخه  راغله .

خدای شته له نورو ورځو ډیره تازه ، ښکلې، او مینه ناکه ښکاریده .

ویې خندل ، لارې ته یې اشاره وکړه اوویې ویل :

ښایي څو ورځې وروسته په دې لاره لاړه شم.

نن یې دلیدو چپه راغله .

صبرمې ونه شو ، او راښولې لار مې ونیوه.

دپښو پل یې تازه و.

نری نری باد لګیده ، خدای خدای مې کاوه چې  تیزنه شي او داپلونه وران نه کړی.

پل مې نه پریښوده چې ګمراه نه شم .

پلونو د ښارله شورو زوږ  او ګڼې ګوڼې وایستم ، یوکلي ته یی ورسولم ، له هغې یې هم ورواړولم او پریوې سپېرې او ازغنې  لاریې سم کړم.

دنابلدې لارې حیرانتیا مې د پښو تیږې کیدلې خو  د جانان د  لید و پرتلوسه  یې زور، نه رسیده .

په همدې تګ تګ کې مې په وروستي پل هم پل کیښود ، خو د راتلونکي پل پرځای یې  یو تازه قبر جوړشوی و.

خاوره یې لا لمده وه ، او په زیړو ګلونو پټ و.

په کوکو سر شوم ، کری ورځ مې په سلګو تیره کړه .

شاته مې وکتل ګورم چې  باران دی او زموږ د دواړو د پښو جوړه پلونه یې وران کړي دي.

1.10.2013

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *