تاند، شنبه، د حمل ۹مه: د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، له طالبانو سره یې د خبرو لپاره د خپل پلاوي د خبرو اترو اجنډا چمتو کړې ده.

 د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري تاند ته وايي، مذاکراتي پلاوی له طالبانو سره خبرو ته بشپړ چمتووالی لري او اجنډا یې هم مشخصه شوې ده.

 دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د معصوم ستانکزي په مشرۍ، د نادر نادري عبدالمتین بیگ، حبیبه سرابي، عبدالهادي ارغندیوال، خالد نور، کلیم الله نقیبي، عنایت الله بلیغ، شهلا فرید، محمد ناطقي، حفیظ منصور، فوزیه کوفي، باتور دوستم، غیرت الله بهیر، فاطمه گیلاني، ضرار احمد مقبل، غلام فاروق مجروح، رسول طالب، شریفه زرمتۍ و ایوب انصاري نومونه له طالبانو سره د مذاکراتي پلاوي په لیست کې اعلان کړي دي.

 امریکا، ناټو او اروپايي ټولنې د دغه پلاوي د اعلان هرکلی کړی دی او دا یې یو همه شموله پلاوی بللی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *