افغانستان-خوست

ولايت مقام-دعامه اړيکو دفتر

نېټه:٢٥-١١-١٣٩٣

د ځمکو،غرونو ،دښتو او لويو لارو پر سر ناحقه د عوو د خوست ولايت پرمختګ او امنيت ته سخت زيان رسولى او په دغه ولايت کې يې ملکي او امنيتي ادارې بې ځايه مصروفې کړې دي، دغه څرګندونې سرپرست والي عبدالجبارنعيمي په هغه مراسمو کې وکړې چې د مهمو پروژو دکارونو دپيل په خاطر نيول شوې و.

عبدالجبارنعيمي وويل خوست ولايتي اداره شپه او ورځ دخوست دپرمختګ،بيارغونې او امنيت لپاره کار کوي خو ځينې مغرضې کړۍ او هغه کسان چې په قومي لانجو او شخړو کې خپلې ناروا شخصي ګټې لري او يا تش په نوم ځان د قوم او خلکو دحقوقو مدافع ګڼي  دخوست د پرمختګ،بيارغونې او امنيت پرضد دسيسې جوړوې.

نوموړي وويل چې په خوست کې ټولې ملکي او امنيتي ادارې ناحقه دعوو دومره مصرفې کړې چې نه شي کولى د پلان مطابق په نورمال ډول ولس ته خدمت وکړي ځکه هر ورځ د پرمختګ دښمنان ځينې قومونه  شخړو او لانجو ته هڅوي او په دې سره  د دولتي حاکميت او محلي حکومتوالۍ په وړاندې خنډونه ايجادوي.

سرپرست والي دخوست ولايت له ټولو ديني علماوو، مشرانو، ولايتي شورا وکيلانو ،مدني ټولنو اوځوانانو وغوښتل چې د پرمختګ،بيارغونې او امنيت په وړاندې د پرتو خنډونو په مخنيوي کې له ولايتي ادارې سره بشپړه همکاري وکړي او په جدي توګه دهغه کړنو مخه ونيسي چې قومي يووالي او ټولنيزې نيکمرغۍ ته زيان رسوي.

دخوست والي په خبره که چيرې ولس دناحقه دعوو په مخنيوي کې د اسلامي او ټولنيز مسووليت په اساس بشپړه همکاري وکړي، محلي حکومت  به ددغه ولايت د لازيات پرمختګ،بيارغونې او امنيت ساتنې لپاره  کار وکړي .دا خبر دارى هم ورکړ چې ټول هغه کسان به ونيسي چې په خوست ولايت کې دناحقه دعوو طرحې او پلانونه جوړوي.

په مراسمو کې برخوالو مشرانو هم ناحقه دعوې وغندلې ،دځمکو ،غرونو او دښتو پر سر دعوې يې دخوست له ولسونو سره دښمني ياده کړه ،ولايتي ادارې ته يې ډاډ ورکړ چې په ولسي قوت سره به دهغه کسانو لاسونه لنډ کړي چې قومي لانجو او شخړو ته دلمن وهلو په خاطر اوږده شوې دي.

واکمن

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *