بهاد خان صميم

پرون د جمعې په ورځ، چې روان ١٣٩٢ کال د ٦ مياشتې ٨ مې نېټې سره برابره ده، د غازي ببرک خان اجتماعي کلتوري ټولنې له خوا دl کانکور ازمايښتي ازموينه په داسې حال کې واخيستل شوه، چې د يادې ټولنې مشر رفيع الله زيار، د رهبرۍ شورا غړو، د دوه منده او شمل ولسوالۍ د پوهنې امر محمد ظاهر شاه، د نادرشاه کوټ ليسې مدير جمال ناصر، بېلابېلو ښوونځيو استادانو او ښوونکو ګډون کړى و.

له هغو زده کوونکو څخه چې ازموينه ترې اخيستل کېده د بېلابېلو لېسو څخه وو. په دې کې د دوه منده او شمل، نادرشاه کوټ او مندوزيو او اسمعيل خېلو ولسواليو له لېسو څخه هم زده کوونکې شامل وو او په دې ازموينه کې يې برخه اخيستي وه.

د ازمايښتي کانکور پيل د قرآن کريم په څو مبارکو ايتونو سره د ليسې مدير جمال ناصر له خوا وشو. ورپسې د غازي ببرک خان اجتماعي کلتوري ټولنې مشر رفيع الله زيار د موضوع په تړاو خبرې وکړې. همداشان يې د يادې ټولنې پر کړنو لنډه رڼا واچوله او زياته يې کړه، چې دا ټولنه ژمنه ده، تر څو د ځوانانو لپاره داسې سالمې سيالۍ پر لار واچوي، تر څو دا سيالۍ ددې باعث شي، چې ځوانان پرمختګ ته وهڅوي. ددې تر څنګ ده زياته کړه، چې ددې ټولنې رهبري شورا هڅه کوي، چې په نورو برخو کې هم همدا ډول پروګرام جوړ او زده کوونکو ته اسانتياوې برابرې کړي.

نوموړي د کانکور ازمايښتي ازموينه د دوى لپاره ډېره ګټوره وبلله او ويې ويل، چې دغه ازموينه تاسو له هغه څه سره اشنا کوي، چې تر اوسه تاسو ورسره مخامخ شوي نه ياست. له دوى يې وغوښتل، چې تاسو دغه پروګرام په منظم شکل تر سره او په راتلونکې کې مو خپلې نيمګړتياوې اصلاح کړئ، تر څو وکولى شئ، چې د کانکور لپاره پوره اماده ګي ولرئ.

همداشان د دوه منده او شمل ولسوالۍ د پوهنې امر محمد ظاهر شاه هم يادې راټولېدنې ته خبرې وکړې او ويې ويل، چې د غازي ببرک خان اجتماعي او کلتوري ټولنې تل هڅه کړې، تر څو د ځوانانو لپاره په واقعي توګه کار وکړي. نوموړي زياته کړه، چې د يادې ټولنې هڅې د ستايلو وړ دي. ځکه هر وخت ددې ټولنې مشر او د رهبرۍ شورا هڅه کړي، چې د ځوانانو لپاره بېلابېل پروګرامونه جوړ او دوى ته په کې هغه څه ور زده کړي، چې له دې مخکې ورسره مخامخ شوي نه وي.

ده وويل، چې په دې سيمه کې د غازي ببرک خان اجتماعي کلتوري ټولنې دا نوښت وکړ، چې د کانکور ازمايښتي ازموينه اخلي او له دې وړاندې په دې سيمه کې دا ډول کار چا نه و کړى. همداراز يې د کانکور د امازيښتي ازموينې پر اغېزمنتيا او ګټې خبرې وکړې. ښاغلي ظاهر شاه زياته کړه، چې دا ډول ازموينې کولى شي، چې تاسو د کانکور د ازموينو له طريقو سره اشنا کړي. ددې تر څنګ به اوس په دې ازموينه کې تاسو ته خپلې نيمګړتياوې او کمزورۍ معلومې شي او د سبا لپاره کولى شئ، چې هغه حل او د کانکور په ازموينه کې بريالي راووځئ.

وروسته له لسګونو زده کوونکو څخه د کانکور ازمايښتي ازموينه په داسې حال کې واخيستل شوه، چې د صحنې څخه ډېر کلک نظارت کېده او د تقلب مخه په کې په بشپړ ډول نيول شوي وه.

دا په داسې حال کې ده، چې د غازي ببرک خان اجتماعي کلتوري ټولنې په تېر دوه کلنو هڅو کې زياتې لاسته راوړنې لرلي دي، چې په دې کې منظمې غونډې، د کتابونو چاپ او د ولوله په نوم مجله هم خپروي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *