تاند- د حکیم ناصر خسرو بلخي د کلتوري مرکز چلوونکي وايي، په دغه مرکز کې د نننۍ حملې موخه په نړۍ کې د قرآنکریم تر ټولو ستره خطي نسخه وه.

د الحاج سید منصور نادري په مشرۍ د افغانستان د ملي یووالي ګوند او د افغانستان د اسماعیلیانو شورا او د حکیم ناصر خسرو بلخي د کلتوري مرکز مشرتابه په دغه مرکز کې نننۍ ځانوژونکې حمله په کلکه وغندله.

دې کلتوري مرکز په یوه اعلامیه کې ویلي: د افغانستان دښمنانو غوښتل چې نن سهار د نړۍ تر ټولو ستره خطي نسخه په نښه کړي.

په اعلامیه کې همداراز ویل شوي، ځانمرګی د نړۍ تر ټولو پر سترې قلمي نسخې په حمله کې وروسته له دې پاتې راغی چې د دغه کلتوري مرکز یوه ساتونکي پر ځانمرګي خوا وګرځوله، ځان یې قرباني کړ خو ځانمرګی یې پرې نښود چې د کلتوري مرکز ودانۍ ته ننوځي.

د حکیم ناصرخسرو بلخي د کلتوري مرکز مشرتابه د دغه ساتونکي (اغا میر) د زړورتیا ستاینه وکړه چې ځانمرګي ته یې اجازه ورنه کړه چې په کتابتون کې ځان والوزوي او د نړۍ تر ټولو ستره قلمي نسخه له منځه یوسي.

 د کورنیو چارو وزارت وایي چې د کابل ښار په نننۍ انتحاري حمله کې د ناصر خسرو د کلتوري مرکز یو ساتونکی وژل شوی او څلور ملکیان ټپیان دي.

دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې څلور تنه ټپیان د صدف په نوم د یوه سوداګري شرکت کارکوونکي وو چې حالت یې د ډاډ وړ دی.

تر دې مهاله چې ددې حملې مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *