تاند، پنجشنبه، د حمل ۲۸ مه: د حکومت د مذاکراتي ټیم غړی او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې مشر نادر نادري وایي، طالبان کولای شي، له حکومت سره تر سولې وروسته د حکومت د سیاسي مخالف اپوزیسیون په توګه کابل کې فعالیت وکړي.

نوموړی وایي، طالبان دې راشي له خلکو سره دې هیواد کې دننه خبرې وکړي، که یې له حکومت او که یې له خلکو سره کوي.

نادري زیاته کړه، طالبان دې په جګړه ټینګار نه کوي بهانې دې نه رامخته کوي، ځکه په وینا یې د حکومت ټیم ټولشموله دی، خو د طالبانو ټیم کې بیا د ښځو په گډون ډیر استازي نشته.

نوموړي په مذاکراتو کې د خپل ټیم یوازنۍ موخه له جمهوري نظام څخه دفاع یاده کړه چې ګواکې ټول نړیوال یې ملاتړي دي.

په داسې حال کې چې کابل ته د طالبانو د بندیانو استول شوی تخنیکي ټیم د قطر سفارت کې میشت و او یوازې یې ځینو غونډو کې له حکومت سره گډون کاوه.

نوموړي یوځل بیا ادعا وکړه چې د دې ټیم کوربتوب دوی کړی دی.

نادري وویل، افغان حکومت کولای شي له طالبانو سره یوې حل لارې ته ورسیږي او په وینا یې چې د حکومت روان سیاسي جنجالونه او د امریکا لخوا د مالي مرستو کموالی به پر دغه پروسه کوم اغیز نه پرې باسي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له حکومت سره د بندیانو د تبادلې مذاکرات خوشې کړي دي او په جګړه یې ټینګار کړی دی.

One thought on “نادري: طالبان دې راشي د حکومت سیاسي اپوزیسیون دې جوړ کړي”
  1. ټالبان ملي او افغاني غرور او احساس نه لري. څوک چې د خلکو د واکمني یا په بل عبارت د دولت زعامت او مشري دعوا لري ، باید دخلکو له زړونو او غوښتنو خبروي . د هغوي غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي . د ولت زعیم او ټول مشران د خپلو اتباعو لپاره د پلار او مشرانو حیثیت لري. پلار او د کورنۍ مشران هېڅکله د بل کلي د مشرانو په امر خپله کورنۍ نه هلاک کوي. د خپلو اولادونو او ولس د نجات لپاره قرباني ورکوي.
    اما ټالبان لا تراوسه نه پوهيږي چې له خپل ولس سره ، دهغوي غوښتنو او ستونزو سره څه ډول چلند وکړي؟ د ولس په لارو کې ماینونه او بمونه خښوي، بېګناه خلک له موټرو را کښته کوي او بیا یې د دولت د پلوي په اتهام په بېرحمانه ډول وژني.
    په فکیستان کې یې کورنۍ او د قوماندې مرکزونه پراته دي ، د هغه هېواد اوامرو او هدایاتو ته هره لحظه تیار دي ، حتی له امریکا سره د یوې عادې موافقتنامي د لیکلو او لاسلیک کولو لپاره د عمران خان او شاه محمود قریشي او د آی اس آی د مشرانو حضور لکه فرض لمونځ ورته ضرور وو.
    له هغو خلکو سره چې دوی یې د واکمني ادعا لري ، خبرو ، مذاکرو او د اوربند لپاره ندي حاضر. که ټالبان دا خوبونه اوخیالونه ویني چې د 1370 کلونو په شان به بیا د افغانستان خلک د دوي راتګ استقبال کړي ، فکر نه کوم دا وړۍ به یې شړۍ شي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *