زه د دولت پر وسله والو ناراضو ږغ کوم چی د خبرو او تفاهم له لاری خپلی غوښتنی وړاندی کړی دا ځکه سوله د اسلام غوښتنه او د افغان ولس مهمه اړتیا ده .
دغه خبره کندهار ته د سولی عالی شورا د راغلی پلاوی مشر قاضی حبیب الله فوځی د کندهاری ولس له خوا څخه د نظام د ملاتړ په هغه لویه غونډه کی وکړه کوم چی د ښار او ولسوالیو د سلګونو دینی عالمانو ، قومی مشرانو ، د سولی ولایتی رئیس او غړو ، ښځو ، مدنی فعالانو او ځوانانو په ګډون د قوس میاشتی په ۲۱ نیټه د کندهار ښار په فیروز سالون کی جوړه سوی وه .
د غونډی کار د کلام الله مجید د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل سو ، د هیواد ملی سرود هم خپور سو وروسته د سولی عالی شورا د راغلی پلاوی مشر پخپلو خبرو کی وویل چی سوله ، ثبات او امنیت د اسلام غوښتنه او د افغان ولس مهمه اړتیا ده ، او د اسلام له نظره د قانونی نظام د ملاتړ او اهمیت په باب یی مفصلی خبری وکړی هغه د نظام په وړاندی د ګډوډی جوړول ناسم کار وباله ځکه ناوړی پیلی رامنځته کوی خو د اوږدی جګړی د مخنیوی یوازنی لاره د سولی او وروری تامین دی خو د ټولنی خلګ بیا هغه وخت د منځه ځی چی د زده کړو او اقتصادی پرمختګونو څخه بی برخی پاته کیږی ، ښاغلی فوځی زیاته کړه موږ پر وسله والو ناراضو ږغ کوو چی د سولی لپاره خبری او تفاهم پیل کړی د سولی عالی شورا هر ځای حاضره ده چی ستاسو سره خبری وکړی او د پرتو ستونزو لپاره د حل لاری چاری برابری کړی دا ځکه چی دولت هغوی ته خپلی دروازی پرانستی دی او هم کولای سی چی د هیواد په مرکز کی د خبرو لپاره خپل رسمی دفتر پرانیزی .
بیا مدنی فعال احمد شاه سپر د کندهار تاریخی اهمیت بیان کړ وویل ځینی کسان اوس هم غواړی چی د غازی امان الله خان د وخت په شان د اوسنی مشروع دولت د پرمختګونو پر ضد خنډونه جوړ کړی دغه راز د هیواد ولسمشر د لاسته راوړنو او د هیواد د اوبو د مدیریت په باب مفصلی خبری وکړی .
وروسته د کندهار د سولی ولایتی کمیټی غړی محمد اعظم سمندر د لوی کندهار د ولس څخه د ملی یووالی د رامنځته کولو او د مشروع نظام د ملاتړ غوښتنه وکړه ، بیا د سولی عالی شورا د راغلی پلاوی غړی مولوی یادګار صیفی ، د کندهار د سولی ولایتی کمیټی د دارالانشاء مسؤل حاجی محمد عمر ساطع ، د سولی ولایتی کمیتی غړی ډاکټری عزیزی هم په وار سره د افغانانو د بی اتفاقیو د زیانونو او دښمنانو د دسیسو په باب خبری وکړی .
د غونډی کار د کندهار د والی مرستیال حاجی اغا لالی دستګیری وڅیړی هغه د افغان ولس د ملی یووالی او د سولی تامین لپاره صادقانه کار کول د هیوادوالو نیکمرغی یاده کړه .
د غونډی په اخیر د غونډی پریکړه لیک د کندهار پوهنتون د محصل د روح الله له خوا ولوستل سو چی د هغه په یوه برخه کی د خپل مشروع نظام د ملاتړ کولو ډاډ ورکول سوی او پر وسله والو ناراضو هم ږغ سوی وه چی نور د خپل هیواد د ورانولو څخه لاس واخلی د سولی او پخلاینی لاره خپله کړی .