د ولسمشر کرزي په دوره کې د بلخ واکمن عطاء محمد نور پر خپله فېسبوک پاڼه پخپلو پلویانو غږ کړی چې زرغون او نارنجي خوځښت ته تیاری ونیسي.
د اخطارونو کیسې نورې زړې شوې دي او نه اوس ولس دومره ناخبره او بې سنجشه دی، چې په هر ملا او امي پسې په پټو سترګو خپل خواږه خوبونه نا ارامه کړي.
له ټاکنیزو کمپاینونو نیولې بیا تر ټاکنیزو جنجالونو پورې په هر لاریون پسې همدا خبره مطرح شوې چې د چا لپاره لاریون کېږي، آیا د هغوی زامن او د کورنۍ غړي هم پکې وي؟
د دوی زامن په بهر کې زده کړې کوي، د دوی لوڼې د لاریون په ورځ هم د خپلو درسونو لپاره پوهنتون ته ځي، خو د غریب زوی به د لاریون صفونه منظموي او په پردۍ شوله به خپل سر ماتوي.
د هغوی په غږ کې سوز او درد نه وي، د چا چې د ټاکنو په ورځ ګوته سپینه وه، خو نن د توتانو په بازار کې د خپلې رایې غږ پورته کوي، پدې ټول پوهېږي، چې خبره یوازې د امتیازاتو ده.
هغه چې په چوک کې له سهاره تر ماښامه په کار پسې سترګۍ شو، په دوه نیم سوه افغانیو سل، دوه سوه چیغې وهل خو ورته بیخي د ګس لاس کار دی.
د وېرې ذره تاثیر خو ځکه نشته، چې څوک خپل کور پخپله نه ورانوي، د خان خو به خاني ولاړه شي، د غریب به څه ولاړ شي؟
د کابل په هرو دریو لوړ پوړیزو ودانیو کې یوه یې د دوی ده، له هرو دوو سوداګریزو مارکېټونو یو نیم کې یې دوی شریک دي، او د هر کور مخ ته د تورو شیشو ولاړ موټر د دوی د یو بړېڅي دی، څوک پخپله ځان اور ته نه غورځوي.
هغه حرکت ته مدني ویلی شو، چې پکې دولتي ودانۍ په زور نیول کېږي، دولتي تاسیسات برمته کېږي او د کودتا په ترڅ کې یې حکومت اعلانېږي؟
دلته د مدني حرکت تعریف که په همدې تله برابر وي، نو بیا خو په دې تېرو دریو او څلورو لسیزو کې په افغانستان کې د ټولو وسله والو ډلو حرکتونه مدني وو، اما تر هر چا یې زیات مخالفت بیا همدې ډلې کړی دی.
هر ټوپکوال تر خپلې وسې پدې مدني (؟) حرکت کې برخه اخستې او نن ولې یو ان د افغانستان له پولو شړل کېږي او بل د ارګ په ډوډۍ دومره پنډ شوی چې په لاره نشي تللی او خپل بوین ارږمي نن ددې غریب ولس په خوله کې خالي کوي؟
د عطاء محمد نور اندېښنه او اخطار له دې وجې ندی چې ګنې د همپالنې ټوله ډله ورسره شریکه ده او روانه ټوله پروسه د دوی د غوښتنو او حقونو خلاف څرخېدلې.
د همپالنې مشر عبدالله عبدالله چې د اجرائیوي پوسټ پر صلاحیتونو له تحول او تداوم ټیم سره راضي شوی اوس د خپلو پلویانو راضي کول یې تر وس لویه موضوع ګرځېدلې.
عطاء محمد نور چې تر هر چا زیات د اجرائیوي پوسټ حقدار خپل ځان ویني له عبدالله عبدالله سره پدې وران دی، چې زموږ د ټولې ټاکنیزې مبارزې ګټه به یوازې تاته رسېږي؟
اخوا د عطامحمد نور همغږی محمد محقق او ملګري یې ددې لپاره غږ بدرګه کوي چې له ورته محرومیت ځورېږي او په ټاکنو کې عبدالله عبدالله ته د خپلې برخې د راوړل شویو رایو بدله غواړي.
له تحول او تداوم ټیم سره د دوی د نورو غوښتنو برداشت ځکه نشته چې د جان کیري په منځګړیتوب یې اجرائیوي پوسټ له بایلونکي کاندید سره لاسلیک کړی و او هغه خو هسې هم عبدالله ته ورکول کېږي او له راتلونکي حکومته بیرون پاتې کېدونکي به خود خپل محرومیت ژاړي.
د همپالنې ناراضي پلویان ځکه تر بل هر وخت ډېر وارخطا دي، چې نور د نړیوالو حمایت ترلاسه کولو چانس هم ورته ندی پاتې او نه ددې مجال شته چې بیا دې دوی ته جان کیري حاضر شي او د غوښتنو له بوجۍ یې من نیم من نورې غوښتنې د اشرف غني مخ ته کېږدي.
ځکه خو ښاغلی نور لکه اوبه وړی اوبړۍ ته لاس اچوي او پخپلو پلویانو یې غږ کړی دی چې زرغونو او نارنجي حرکتونو ته تیاری ونیسي.
د عطاء محمد نور په خبرو پورې مې هغه د کلي کیسه را یاده شوه. زموږ په کلي کې یوه کیسه ډېره مشهوره ده، کیسه داسې ده چې په کلي کې یو بېکاره ځوان به خلکو ته ځان نېغ نېغ کاوه او د تورزنۍ په دروغجنو کیسو ډېر مشهور وو.
له یو ټوپکوال سره په بحث کې غیرتي شو او وسله یې په غاړه کړه، د جګړې لومړۍ کرښې ته ولاړ. په جګړه کې چې د مقابل لوري له شدید مقاومت سره مخ شو، نو ملګرو یې د په شاتګ چیغه ګډه کړه. ځوان هم نیمه تېښته کامیابي وبلله او نور، نو منډه.
ده اورېدلي و چې زخمي په ګرمه کې په ځان نپوهېږي، ملګرو ته یې کړه، چې ځوانانو دا له زخمي شوي زمري جنګیالي بیا لا څنګه رنګ وینه ځي؟
هغوی لا ځواب نه و ورکړی، خو دده حاضر ځوابه خوله بیا د خپل سوال ځواب ته خلاصه وه: که د وینې رنګ زیړ وي، نو له ما خو پریمانه تللې دي.
اوس ښاغلي نور ته باید ووایو چې ستا نارنجي رنګ هم زیړ رنګ ته نېږدی دی او بل ددې زرغون رنګ نښه خو به دا نه وي چې ملګرو دې سابه ډېر خوړلي وي؟