په بېړه له موټرنه ښکته شوم، ناوخت هم و، په منډه – منډه مې خپلې خونې ته د ټولګیوالو سره ننوتم، په دهلیزونو کې هم د خلکو ګڼه کوڼه وه، د استاد خبرې په غوږ کې څپې وهلې چې مونږ نن باید په ښځینه واټ کې کار وکړو.

   کله چې خپل ماسک، دستکشې او د جراحې جامې مې واچولې د انتظار خانې خونې دروازه مې خلاصه کړه څو ښځې په چپرکټو کې پرتې دي، یوه میرمن، ژاړي، کلیمې وايي د ډاکټرې نوم به یې به بنده ـ بنده ژبه ډېر اخیسته هرچا چې به سپینې جامې اغوستې وې هغې خوا ته به یې د لاس ګوتې پورته کړې او سترګې به یې مایوسه او بې توانه ښکارېدې لکه د هرچا نه یې مرسته غوښتله.

ما ژر ستاتسکوب را واخیسته او د میرمنې د وینې فشار مې وکته، میرمن له تنه کمزورې، کمه وینه یې درلوده او معلومېده چې اقتصادې ستونزې يې لیدلې وې، خو د وینې فشار یې ډېر لوړ وه، ستاتسکوب مې هم دلته وغورځوه په بېړه د قابلو مشرې پسې لاړم، خو هغې ووېل پریږده چیغې مه وهه، دا ناروغان دلته هم ناز کوي، په کور کې خو یې مېړونه په تنګ کړې وي یا د کورنۍ سره ژبه او جګړه کوي او دلته هم ناز او نخرې کوې.

ما وویل د وینې فشار یې ډېر لوړ دی.

هغې وویل: پروا نه کوي یو څو دقیقې نور هم پریږده بیا به یې وګورو

بیا مې خوله خلاصه کړه چې څه ووایم

راته یې وویل ته د ازمایښتي زده کړو له پاره دلته راځي مونږ ته له ځانه ریسه مه جوړوه

ځه خپل کار دې کاوه بې ځایه امرونه مه کاوه وړه جلۍ یې.

زه هم خپه شوم بیا هم د امرې قابلې په دروازه کې ولاړه پاتې شوم چې هلته د هغې ژوند په خطر کې دي خو دې یې کارمندې ته وویل دروازه ورپسې پورې کړه او تر اوسه مونږ له د سهار چاى نه دي څښلى.

خو په دهلیزې کې د ناروغې مور وه هغې دواړه لاسونه د عذر او دعا په خاطر ما ته پورته کړل چې لورې په خدای به شي په تا به شي زه همدا یوه لور لرم د خدای په خاطر مرسته ور سره وکړه دا نورې قابلې او ډاکټرانې خو زړه نه لري چې څه ووایې بیا سړی له دهلیزه هم باسي.

په بېړه مې خپلې ټولګيوالې ته غږ وکړ هغه هم راغله، ناروغه مو په سیده میز وغورځوله، ښې خبرې او ډاډ مو ورته وکاو خو ناروغې دا ځل خبرې هم نه شوې کولای رنګ یې سپین اوښتی و خو د وینې فشار یې په هره دقیقه کې لوړېده .

   ماویل چې دوا به اجل ورته ورکړو خو په اوږه مې چا لاس کېښوده او په قهر یې وویل ته ډاکټره نه یې لاړه شه اجل یې پیواز را وغواړه چې دوا ورته راوړي.

زه لاړم د ناروغې مور هم نه وه پر هغې کومه قابله په قهر شوې وه، او له دهلیز نه یې د باندې هم ویستلې وه، ما ډېر وکتل ، څو ځلې مې غږونه وکړل خو پيواز یې پیدا نه شو.

   حیرانه وم د باندې مونږ ته هم اجازه نه وه چې وځو او دا حق مو هم نه درلوده چې خپله د روغتون فارمسي څانګه ته لاړه شم، بېرته راغلم ما زړه – نازړه په داسې حال کې وویل چې ژبه مې هم بندیده او لړزې هم اخیستې وم

  • د دې څوک پیدا نه شو
  • هغې وویل یوه پیچکاري د هغې کین اړخ المارۍ څخه راکړه
  • همدا یوه پیچکارې
  • ته هر څه ګوره ته نه ډاکټره یې او نه پوهېږې

د ناروغې سترګې هم پټې وې نفس په کې وه خو رنګ یې دا ځل سپیره وه د وجود ځینې برخې یې سړې وې، خو ماشوم یې پیدا شو او د ناروغ وضعیت نور هم خرابېدوه.

اخر ستاتسکوب مو را واخیسته هېڅ یې فشار یې نه معلومېده په هره دقیقه کې بدلون کاوه ماویل خدایه دا ولې دا خو مړه شوه

آمره بیا له تشناب څخه راووتله لاسونه یې وینځل و وې ویل:

– ناروغه څنګه ده؟

– وضعیت یې ډېر خراب دی لکه چې مړه شوې وې دا ولې؟

– رښتیا هم وضعیت یې ۹۹ ٪ د خطر دی او پیواز ته یې غږ کړه.

– نو ولې داسې وشول کاشکې مو وختي درملنه ورته کړې وای دا خو مړه کېږي

– ته ځه وایم، پیواز ته یې غږ کړه درملنه يې وختې وشوه دا یې خپل ماشوم ته خپه شوه چې جلۍ وه، نو ځکه یې فشار لوړ شو.

زما په مخ هم اوښکې روانې وې د ناروغې سترګې او غږ پټ شو، د لاس په لستوڼې مې خپلې اوښکې پاکې کړې او دهلیز ته ووتلم چې مور یې په منډه راغله وایه ډاکټر صاحبې لور مې څنګه ده؟ او پخیر یې ماشوم پیدا شو.

ما ویل هو ماشوم یې پیدا شو خو

  • خو څه ، څه وايي زه هم درشم
  • هو راځه

زه په لاره کې پښه نېولې شوم او د ناروغې مور له ما مخکې شوه او بېړنۍ خونې ته دا مخکې او زه ورپسې یم

  • وایه ډاکټر صاحبې زما د لور ماشوم څه شو
  • دا ژاړې چې دا ستا ماشوم دی او لاس مه وروړه پریږده نوم یې ورته پرې کړې
  • او و او زما لور مې…

قابلې او امرې یې هم سرونه ټیت وو

  • وایم زما لور څه شوه، لور مې څه

آمرې قابلې وویل په هغه چپرکټ کې ستا لور ده

  • ولې مو مخ ورته پټ کړی دا مخ خو یې مه پټوئ

اخر کټ ته نژدې شوه چې کاله یې لرې کړ د لور ژامې یې په سپن ململ تړل شوې وې.

پاى

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *