ګل رحمان رحماني

کېناستو، د کوربه ماشوم زوى  د کړکيو پردې کش کړې، د مېلمستون درې واړه کړکۍ بڼ ته پرانېستل شوې وې، د انګورو ډکو تاکونو او سرو مڼو عجيبه ننداره جوړه کړې وه، په نورو ونو کې هم خامې او پخې مېوې په پاڼو کې پټې وې،  کوربه مو راننوت، له کروندې ستړى ستومانه راغلى و، په خندا يې د ستړي مشي لپاره غېږ خلاصه کړه.

ملګري مې په غېږ کې ټينګ کړ

–     مزې دې وکړې؟

–    مزې له کومه شوې، مزې تاسې وکړې، يخو دفترونو کې کار کوى، نرم ګرم لاسونه، موږ خو سرو کال په غرمو او بادونو کې له خاورو او اوبو سره  لګيا وو.

ملګرى مې د پوهنتون استاد و، دمه يې ونيوله، لکه د هغه خبره چې سمه او دده بې ځايه وي، خو  ژر يې ځواب ورکړ.

  • ګوره يوه کيسه درته کوم، د سويلي امريکا کوم ايالت کې کوم کس شکمن و چې سرطان دى، ډاکټر ته ورغى، معايناتو وښوده چى اندېښنه يې ریښتيا ده، سخت خپه شو، له ډاکټر يې درمل وغوښتل، خو ډاکټر ورته وويل چې يو ښکاري سپى، ښکاري ټوپک او د غرني سفر وسايل پيدا کړه، سبا ته يې ماته راوړه.

ناروغ  سبا له همدې شيانو سره راغى، ډاکټر ورته وويل چې پوره شپږ مياشتې له خپل کاروبار سره مخه ښه وکړه، ښار پرېږده ، د پلانى سيمې غرونو او ځنګلونو کې ژوند وکړه، په ښکار، مېوو او غرنيو خوړو ګوزاره کوه، وروسته بيا راشه چې سم  درمل درکړم.

سړى چې ناروغۍ وېرولى و، د ډاکټر مشوره يې بې دليله ومنله، حرکت يې وکړ، هلته يې ارام او بې اندېښنو ژوند پيل کړ،  پوره  شپږ مياشتې وروسته راستون شو، ډاکټر يې معاينات وکړل، ګورى چې رک روغ دى، د سرطان هېڅ نښه په کې نه شته.

کوربه د ارام ساه واخيسته، بهر يې بڼ ته وکتل او خپله په خبرو شو:

رښتيا دې وويل، په تېرو ٤٠ کلونو کې مې ډېر کم د ډاکتر مخ ليدلى، سرطان پخوا چېرته  و، همدا زموږ اندېښنې، جنجالونه، سوچونه او بې ځايه فکرونه زموږ په وجود کې د ناروغيو زړي شيندي او له  خپل  وخته مخکې مو زړبودن ته وړي.

د دواړو خبرې راته جالبې وې، غلى او په چورتونو کې ډوب وم، د کوربه زوى راته د د انګورو او مڼو ډکه ټوکرۍ مخې ته کېښوده، د پلار په وچو شونډو يې موسکا خوره وه، ماته يې کتل، لکه چې زما سوچونه او چوپتيا ورته عجيبه ښکاره شوي وي، لکه چې زه هم ورته ناروغ ښکارېدم.

٢٠١٦، د اګسټ ٢٤مه

محمود راقي/ کاپيسا


د ښاغلي رحماني نورې لیکنې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *