تاند- هغه سړی، چې روانه اوونۍ له خپلې بېړۍ سره د ارام سمندر په یوه لرې پروت ټاپو کې موندل شوی، ادعا کوي چې۱۶ میاشتې يې په سمندر کې تیرې کړي دي.

دغه سړی چې ببر سر او اوږده ږیره لري د پنجشنبې په ورځ /جنوري۳۰/ د ارام سمندر په ایبون ټاپو کې د ناروې د دوو ځايي څیړونکو لخوا وموندل شو.

که څه هم چې د ده وضیعت ښه نه دی خو روغتیايي حالت يې مخ په ښه کیدو دی.

دا خبره د انسان پیژندنې یو نارویژي زده کونکي اولا فیلد ستاد چې د ارام سمندر په لرې پرتو ټاپوګانو کې څیړنه کوي فرانس پریس اژانس ته وکړه.

فیلد ستاد وايي دغه سړي چې جوس ایوان نومیږي او یوازې داخلي جامې يې په تن وې د ۲۰۱۲ کال په سیپتمبر کې له مکسیکو څخه په خپله وړه بیړي کې د سلواډور په لور حرکت  کړی و.

فیلد ستاد په تیلیفون د فرانسې خبري اژانس ته وویل د دوی لخوا موندل شوی سړی یوازې په هسپانوي ژبه خبرې کولی شي.

که څه هم چې د ایوان د دې ادعا په اړه چې ۱۶ میاشتې يې په ارام سمندر کې تیري کړي زیات جزئیات نه دي معلوم خو د هغه د بېړۍ وضیعت ته پام سره داسې ښکاري چې هغه د زیات وخت لپاره په اوبو کې پاتې شوی.

ایوان څیړونکي فیلد ستاد ته ویلي هغه په دغه موده کې کیشپ ،مرغۍ، او کبان خوړل او کله به چې باران نه و نو د کیشب وینه يې څښله.

د فرانسې د خبري اژانس په وینا په ارام سمندر کې د زیاتې مودې لپاره د ژوندي پاتې کیدو  کیسې غیر معمولې نه دي .

په ۲۰۰۶ کال کې درې مکسیکویان هغه مهال د نړیوالو خبرونو سرلیکونه وګرځیدل چې په ارام سمندر کې د شارک کبانو په ښکار پسې له وتلو وروسته د ۹ میاشتو لپاره په اوبو کې ایسار پاتي شوي ول.

په ۱۹۹۲ م کال کې دوه کب نیونکي وړاندې تر دې چې د سوماو جزیرې سواحلو ته راووځي د ۱۷۷ ورځو لپاره په سمندر کې ایسار ول.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دوي ۱۶ میاشتې په ارام سمندر کې د ایسار پاتې شوي جوس ایوان لیدو او د هغه د کیسې د نورو جزئیاتو ته سترګې په لاره دي.

فرانس پریس وايي ایوان په کوم ډول خطرناک روغتیايي وضیعت کې نه دی او د بل چا  په مرسته ګرځیدلی شي.

نارویژي څیړونکو ویلي دوی ایوان ته زیاتې اوبه ورکوي او هغه د ځواکمنیدو په حال کې دی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *