تاند: د ناروې په اوسلو ايالت كې د رجوكان په نامه داسې دره هم شته چې د لومړي ځل لپاره به د ژمي په موسم كې د لمر وړانګې وويني.
د اوسلو چارواكي وايي، په رجوكان دره كې د جغرافيوي ستونزو له كبله هر كال له سپټامبر تر مارچ مياشتې د لمر وړانګې نه لګېدې، خو اوس دولتي انجنيرانو ورته له اوږدو ساينسي څېړنو وروسته د غرونو په سر داسې هندارې نصب كړي چې د لمر وړانګې منعكس او د رجوكان تر درې يې راوشړي.
چارواكي وايي، د رجوكان اوسېدونكي به نور له هغې ستړيا ګاللو خلاص شي چې دوى به د ژمي په رارسېدو سره د لمر ليدلو ته د غره سرونو ته ختل، هلته به سختې هواګانې پرې لګېدې خو لاندې به رجوكان د ژمي په بشپړ موسم كې د لمر څرك نه ليده.