ملا برادر ته منسوب عکس

تاند- یو نارویژی دیپلومات، چې په پاکسیتان کې یې له ملا عمر سره څو ځلي ټیلفوني خبرې کړي او نوموړی یې له نژدې لیدلی، وايي د افغانستان د سولې اصلي خنډ پاکستان دی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، الف ارنه رامسلین (Alf Arne Ramslien)، چې د شوروي خلاف د افغانانو د جهاد له کلونو یې له افغان مجاهدینو سره په پاکستان کې اړیکې ټینګې کړي، وايي چې له افغانستانه د شوروي پوځونو له وتلو او افغانستان ته د امریکا له شا اړولو وروسته یې غوره وبلله چې په پاکستان کې پاتې شي او له افغانانو سره تماسونو ته دوام ورکړي ځکه چې د ده په باور په میدان د افغانانو پرېښودل خطرناکې پایلې لرلی شي.

په پاکستان کې له طالبانو سره د دغه نارویژي دیپلومات پټو تماسونو بالاخره په ۲۰۰۷ کې نتیجه ورکړه.

دغه نارویژي دیپلومات رامسلین، چې طالبانو پرې باور کړی و، له امریکایانو هم په پټه له طالبانو سره تماسونه نیول ځکه چې طالبان په تور لیست کې ول.

د ۲۰۰۷ م کال په یوه ماښام د اسلام اباد په ماریوت هوټل کې د طالبانو استازو پر دیپلوماسۍ یا سیاسي خبرو د بحث لپاره له ده سره وکتل.

دی وايي چې د طالبانو استازو د ملا محمد عمر، چې په پاکستان کې اوسېده، په لارښوونه له ده سره وکتل.

رامسلین وايي چې طالبان تر هغو د سولې خبرو ته حاضر ول چې په ۲۰۰۹ م کال اوباما افغانستان ته د ۳۰ زره اضافي عسکرو د لېږلو اعلان وکړ.

د ده په وینا د اوباما له واک ته رسېدو وروسته طالبان خوشبینه شوي ول او په ځانګړي ډول په قاهره کې د اوباما وینا، چې له اسلامي نړۍ سره د پخلاینې اعلان یې پکې وکړ، طالبانو هیله لرله چې د امریکا په سیاست کې بدلون راغلی دی خو د اضافي امریکايي عسکرو د لېږلو له اعلانه وروسته طالبانو وویل «امریکایان دې له هوا پر موږ بمباري کوي، موږ به له لاندې بمونه ورته ږدو.»

ښاغلی رامسلین وايي، د ۲۰۰۹ په مارچ کې طالبانو حتي نارویژي دیپلوماتانو ته د دې ډلې د ګوشه نشین مشر ملاعمر د لیدلو ترتیبات ونیول. دوه جګپوړي نارویژي دیپلوماتان له اوسلو راغلل او په شپه کې په موټر کې بېول شول، ګرد ورد راوګرځول شول او یوې ودانۍ ته ننه ایستل شول. ښاغلی رامسلین باور لري چې احتمالاً دا ځای له کراچۍ دباندې و.

ښاغلی (Alf Arne Ramslien) له ملاعمر سره د ځان او دوو نارویژي دیپلوماتانو د دوه ساعته ملاقات په اړه وايي چې تر دې وړاندې یې له نوموړي سره دوه ځلې ټېلفوني خبرې کړې وې او له خبرو یې ورته څرګنده شوې وه چې د سولې خبرو ته لېوالتیا لري.

ښاغلی رامسلین زیاتوي «دی (ملاعمر) یقیناً ډېر ناروغ و. پلتۍ یې وهلې وې. ډېر وچ – نری و. دومره چې زما توقع نه وه. موږ پوهېدو چې د قند شدیده ناروغي لري. په دې هم خبر و چې د پښتورګي تکلیف لري. ده پرې پرې خبرې کولې.»

ده له ملاعمر سره د کتنې د ځای په اړه وویل چې کراچۍ ښار ته نژدې کوم ځای و.

رامسلین وايي، له ۲۰۰۷ څخه را وروسته په ځلونو د افغانستان د سولې د خبرو امکان برابر شوی او بیا له یو نه یو خنډ سره مخامخ شوي دي.

دی وايي چې اصلي خنډ پاکستان پېښوي. د ده په وینا پاکستان د دې لپاره طالبان د سولې خبرو ته نه پرېږدي چې غواړي د طالبانو پر سر معامله وکړي.

دی زیاتوي، له ۲۰۰۷ څخه د افغانستان د سولې خبرې څو ځلې د کولمبیا د سولې د خبرو په برخلیک اخته شوي دي. څو ځلې د سولې د خبرو لور ته پرمختګ وشو خو د وخت د بدوالي، بې باورۍ او ناسم اټکل له کبله ځنډېدلي دي.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، په لومړیو دوو کلونو کې رامسیلین د سولې هلې ځلې له امریکایانو هم پټې ساتلې. اروپایانو اندېښنه لرله چې د امریکا متحد ایالتونه به د سولې خبرې سبوتاژ کړي، د طالبانو مرکچي استازي به ووژني یا ونیسي.

خو اوس امریکایان هم مني چې د افغانستان مسله له خبرو پرته له پوځي لارې نه شي حل کېدای.

رامسلین د آی ایس آی ترڅنګ د سولې له خبرو سره د القاعده د مخالفت یادونه هم کړې ده.

دی وايي چې طالبان په دې پوهېدل چې د پاکستان نه خوښېږي چې طالبان په مستقل ډول د خبرو هڅه وکړي.

رامسلین وايي، د ۲۰۰۸ م کال په مې میاشت کې طالبانو موافقه وکړه چې د افغانستان د حکومت له استازو سره وویني. له یوې لنډې وقفې وروسته د دواړو خواوو استازي د نوومبر په میاشت کې ناروې ته راغلل. د دواړو خواوو پلاوي په یوه هوټل کې دېره شول.

خو څو ساعته مخکې تر دې چې دوی سره خبرو ته کښېني، کوټې ښار ته نژدې د طالبانو د پلاوي د یوه غړي پر کور بمي برید وشو چې په نتیجه کې یې د هغه ورور او مېرمن ټپیان شول.

د رامسلین په وینا دا طالبانو ته د خبرو کولو په وړاندې یو ډول خبرداری و.

«موږ سهارنۍ وخوړه او بل پړاو مو باید غونډه کړې وه. خو ونه شوه. دوی دې پېښې حیرانه کړل.»

دی وايي چې په یوه خصوصي جیټ الوتکه کې یې طالبان دوبۍ ته ورسول.

ټاکل شوې وه چې ژر بیا د خبرو لار هواره شي خو اوباما اعلان وکړ چې افغانستان ته ۳۰ زره نور ځواکونه لېږي او طالبانو وویل چې د سولې خبرې ګټه نه لري.

دی زیاتوي، د ۲۰۱۰ په فبرورۍ کې یو وار بیا وټاکل شوه چې د طالبانو د مرستیال عبدالغني ملابرادر په ګډون د دې ډلې شپږ غړي د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي خو د خبرو له پیلېدو څو ورځې وړاندې پاکستان ملا برادر ونیوه او د سولې د خبرو دا چانس یې له منځه یووړ.

ښاغلی رامسلین وايي، اوس چې پاکستان منزوي شوی امکان شته چې طالبان د سولې د خبرو چانس ومومي.

6 thoughts on “ناروېژی دیپلومات چې له ملاعمر سره یې لیدلي، پاکستان د افغان سولې خنډ بولي”
  1. Please when you report be accurate in your reporting. The original New York Times article does not say that the Norwegian diplomat said that he met Mullah Omar near Karachi. The article says that he BELIEVES that it might have been a place outside Karachi.

    Don’t fuel petroleum into fire with inaccurate reporting.

    “In March 2009, the Taliban even arranged for the Norwegian diplomats to meet their reclusive leader, Mullah Omar, Mr. Ramslien said. Mr. Ramslien and two senior diplomats who came from Oslo were picked up at night and driven in circles before they pulled up to a compound, which Mr. Ramslien believes was probably outside the city of Karachi.”

    1. کندهاري صاحب په دې راپور کې ډېرې نورې خبرې هم شته چې موږ نه دي ژباړلې. ستاسو خبره سمه ده چې رامسلین او دوو نورو نارویژي دیپلوماتانو له ملا عمر سره کتلي و او موږ د دوو نورو ذکر نه و کړی او دا مو هم نه ویلي چې رامسلین (باور لري) چې د ملاقات ځای کراچۍ ښار ته نژدي و. دا دواړه خبرې (باور او دوه نارویژي دیپلوماتان) پکې زیاتې کړې. په هر صورت د ملاقات ځای پاکستان او د
      .سند ایالت و
      بیا هم مننه

  2. Alf Arne Ramslien) رامسیلین
    داپورته خو یو خبر دۍ، زه څه نه په لیکم، خو یو څه چې له درې ژباړۍ هغې لاتین نوم ته یې فکر کوۍ، چدا رامسلین دۍ. داپه دې مانا، چې س بسې ی نه شته. په ډېرهزیاته بخښنه او بیا هم بخښنه

    1. ستاسو له دقته مننه، د دغه نوم تلفظ موږ هم ستاسو په شان کنجکاوه کړو او د سم تلفظ په خاطر مو له نارویژي دوستانو مرسته وغوښته. خو بیا مو هم تېروتنه کړې وه. کور مو ودان.
      تاند

  3. د یو افغان په خیث مونږ باید د راپور په هکله فکر وکړو چي مونږته دا تباهی، بربادی ، د خپلو افغانانو او مسلمانانو وژل د چا لخوا تپل شوی او مونږ باید څنګه ددی جال نه ځان وباسو. ټولو افغانانوته او دنیا ته معلومه .ده چي اول پاکستان او بیا ددنیا نوری استخبارتی کړي دی

  4. *د نیویارک ټايمز ورځپاڼې د ناسم راپور په تړاوو د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې*

    *2016–12–28*

    د نیویارک ټایمز په نامه غربې ورځپاڼې یوه نارويژي خبریال ( الف ارنه رامسلین ــ Alf Arne Ramslien) په ناسم ډول راپور لیکلی چې ګنې په ۲۰۰۹ کال کې يې له مرحوم امیرالمؤمنین ملامحمدعمر مجاهد رحمه الله سره په پاکستان هیواد کې لومړی دوه ځله په ټلیفون خبرې کړي وې!!؟، بیا يې ورسره کتلي وو او تر همدې مقدمې لاندې يې ډير ناسم او له حقیقت څخه لرې خبرې رانقل کړي او لیکلي دي. 

    موږ د دغه خبریال راپور سرترپایه ردوو، مرحوم امیرالمؤمنین ملامحمدعمرمجاهد رحمه الله په تیرو ۲۵ کالو کې د پاکستان هیواد ته کله هم نه وو تللی،  نه يې هم وروسته له امریکايي اشغال څخه له چاسره په تلیفون خبرې کړي وي او نه يې دا عادت وو چې د خبریالانو سره لیده کاته وکړي په خاص ډول بیا د اشغال په زمانه کې هغه هم له بهرني خبریال سره، په داسې حال کي چې ( په سريې په میلونونه ډالرجایزه کيښودل شوې وه) .

    دغه خبریال  ممکن د ځان د شهرت لپاره دا ډول راپور لیکلی وي او یا به هم چا په جعلي ډول ځان پرې تیرکړی وي.

    یاد راپور په هيڅ ډول حقیقت نلري، رسنۍ باید دا ډول بې اساسه، له حقیقته لرې او کاذب راپورونه خپاره نه کړي، ځکه په دا سې افواهاتو سره بې له دې چې یادې رسنۍ خپل حيثیت کمزوری کړي بله لاسته راوړنه نه ورته لري. 

    *قاري محمد یوسف احمدي د اسلامي امارت ویاند*

    *۱۴۳۸/۳/۲۸هـ ق*

    *۱۳۹۵/۱۰/۸هـ ش* *ـــ 2016–12–28م*

    http://alemara1.org/?p=72693

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *