ناروې مېشتو افغانانو ته
عزتمندو افغانانو: پداسي حال کې چې دناروې پارلماني ټاکنوته په شمار ورځي پاتي دي او ګڼشمېر د سپتمبرد نهمې ټاکنو ته شېبې شماري، تاسو څه فکر کړئ او څه نېت لری چې چا ته به خپله رایه ورکوئ؟
آیا اصلا مو کله له ځان سره پر دې غور کړی چې ستاسو غوښتني د چا یا کوم ګوند په وجود کې پلي کېدای شي؟
ایا رښتېا ده چې زمونږ نه ډېری مو په پټو سترګو کېڼ لاسو او په تېره بېا لویو ګوندونو ته رایه ورکوو؟
او آیا په ټاکنو کې دځان او د خپلو حقوقو د مطرح کولو لپاره به زمونږ ګټه د لویو ګوندونو په لا غښتلي کولو کې وي او که نه ښه ده چې لوی ګوندونه سترېدو ته پرېنږدو تر څو ولسواکي په خپله اصلي بڼه پلي کړای شي او د څو ګوندیزه حکومتونو په ترکیب کې خپلي ګټي ولټوو او دا هم ناشوني نه ده چې د دوی په وجود کې دي زمونږ زېادتره غوښتني ومنل شي؟
کومي موضوعګاني ستاسو په اند تر نورو هغو اړیني دي؟
آیا شوني ده چې مونږ دي هم د تلې د پلو په توازن کې څه اغېزمن رول ولرو؟
د ناروې پارلمان ته د ولسي استازو د غوراوي ټاکني هر څلورم کال تر سره کېږي او مونږ او تاسو د دې شاهدان وو چې د ۲۰۰۹ کال په تېرو ټاکنو کې د کارګر ګوند له منځلاري Sentrum parti او کيڼ لاسي Sosialistisk venstre parti سره په ګډه د حکومت په جوړېدو بریالي شول. هغه موکه زمونږ نه ډېریو مو د همدې سور زرغون بلوک له ګوندونو نه دوه کيڼلاسو ګوندونو ته خپلي رایي ورکړي وې، البته زه خپله معمولا دوی ته رای نه ورکوم.
پوښتنه دا ده چې آیا دې حکومت څومره زمونږ په مقابل کې خپلي ژمني پلي کړي او آیا مونږ کولای شو چې د کارګر ګوند کړنو ته په پام سره هغه اصلا کیڼلاسی ګوند وبولو؟ او آیا دا به سمه وي که مونږ دعوا وکړو چې مونږ اصلا د کیڼلاسو ګوندونو سره همغږي یو؟ آیا د فردي آزادي هغه اقدار چې دوی یې په ټولنه کې پلي کوي ما او تا ته هم د منلو وړ دي؟ آیا دوی اصلا کورنۍ د ټولنې د پایښت اساسي ستنه ګڼي او که نه د ماشومپالنې ادارو ته د فوق العاده واک او امکاناتو په ورکړې سره کورنۍ پاشي؟
په تېرو پنځو کلونو کې په ټوله اروپا او په تېره بېا په یونان، ایټالیا، هسپانیي او تر یوه حده د شمالي اروپا په هېوادونو کې تندلاري خوځښتونو د دې ټولنو په سېاسي کړیو کې د نوک ځای موندلی او ورو ورو لګېا دي سوک ته ځای ګوري. ورته ستونزه په ناروې کې هم مطرح ده، هغه ښېلاسی د Fremskritts parti ګوند چې تر پرونه یې په ټاکنو کې پنځه سلنه برخه د زړه په زور تر لاسه کوله نن د راروان حکومت د اساسيترینه پوستونو د نېولو له شرطونو سره رامخته کېږي او وېره دا ده چې له ښيلاسي Høyre ګوند سره به په شریکه د نوي حکومت اساسي ستنه وي. د داسي یو ښیلاسه نیلي بلوک واک ته رسېدا به زمونږ او ستاسو انفرادي آزادي، کلتوري آزادي، او د کارموندلو امکانات په څه ډول اغېزمن کړي!؟ آیا په دې لسو مطرح ګوندونو کې په دریو لویو ګوندونو (A.P., Høyre او Fremskritts parti ګوت اېښودنه به پر ځای وي او که نه زمونږ لپاره د کوچنیو منځلارو ګوندونو Rødt, Venstre, De grønne, Sentrumsparti, Kristelig folke parti او د Sosialistisk venstre غښتلي کول به په ګټه پرېوزي؟ آیا هم دې کيڼلاسي کارګر ګوند د عراق جنګ ته د ملاتړ مټي نه وې نغښتي په داسي حال کې چې د وخت لومړی وزېر چې د عیسوي ولسي ګوند استازی وو د خپل امریکایي سېال له غوښتنو سره په ټکر کې په عراق کې د پوځي زور له کارونې سره ټینګ مخالفت وښود او اوس د جګړه غواړو د سوريي ډهل ته مستو اتڼچېانو ته له زور نه د کار اخیستني نه د لاس په سر کېدو مشوره ورکوي. که مونږ خپل مذهبي ګوند نه لرو ايا د ټولنیزو اقدارو د ساتنې ځیني ګټي به مو په واک کې د همدا شان ګوندونو په شتون کې ونه ساتل شي؟ اوس راروانو حساسو بدلونونو ته په پام سره باید پوښتنه دا نه وي چې آیا مونږ (نارینه او ښځینه) به هم په دې ټاکنو کې برخه اخلو او که نه، بلکه دا چې څومره اړینه ده چې د هر یو ګوند ټاکنیز پرګرام په ژور ډول وڅېړو او بیا له دوی نه په یو یا زېاتو یې ګوته کېږدو. ښه به دا وي چې د بل په لیکنو، له بل نه اورېدلو او امابعد تکېه ونه کړئ او په خپله ځان د روان حالت له ژورو نه خبر کړئ.
له هغه موضوعاتو نه چې ډېری رسنۍ پرې غږيږي لاندي څيزونه د یادولو وړ دي.
د غیر نارویجي الاصله تابعینو په کورنیو کې د بېوزلې د کچې لوړېدا، په تېره بیا د سوماليایانو، افغانانو، پاکستانېانو، عراقېانو او مراکېشېانو په منځ کې چې د هغو کموسو کورنیو د سروې پاڼې په لومړي سر کې راځي د کومو ماشومان چې د بېوزلۍ سرې لیکي ته په ورنژدې کېدو دي او شمېر یې مخ پر زېاتېدو دی. له هغو ۷۴۰۰۰ ماشومانو نه چې د بېوزلۍ په لور مخ په ځوړ روان دي او له ډول ډول جسمي او رواني ستونزو سره مخ دي، ۴۷ سلنه یې غیر نارویجي الاصله ناروېجي تابعین دي. په ولسي پرګنو کې د طبقو رامنځ ته کېدا، ولس په شتمن او نیستمن وېشل کېدا په اوږده مزل کې په نېستمنو کې د ګڼشمېر بدني او رواني ستونزو د زېږد، په یادو کړیو کې د جرم لوړېدا، د لومړی او دوهمې ډلې تر منځ د کینې او بیا د توکمیز تبعیض د زېاتېدا، د عامه ښېرازی په ادارو د فشار د زېاتېدا، په محاکمو د فشار د زېاتېدا، پر پولیسو د فشار د زېاتېدا او په ټوله کې د ټولنې شریکې خزانې ته د ژورو مالي تاوانونو د وراړولو سبب ګرځي. د داسي کموسو کورنیو د ژوند د سطحې د لوړېدا لپاره هر یو ګوند خپلې طرحې وړاندي کړي خو د Rødt, Venstre, Kristelig folke parti او له لسو مطرح ګوندونو نه نوي سر راپورته کړي miljø parti de grønne پروګرامونه او ژمني تر نورو هغو غوړي ښکاري. معمولا واړه ګوندونه د خپل پایښت لپاره تر لویو هغو خپلو ژمنو ته ژمنتره وي.
دوهمه مسله د پناه موندو، پناه غواړو د شمېر راټیټیدا ده. د کارګر ګوند په ۲۰۰۹ کال کې د پناه غواړو په تېره بېا د افغاني پناه غواړو د شمېر تر زېاتېدا د پناه غوښتنې لپاره شرایط ذیق کړل او زښته زېات افغان پناه غواړي ماشومان یې جبرا افغانستان ته ستانه کړل. دې کار د ۲۰۰۹ کال د پناه غواړو ۱۷۰۲۶ شمېر په ۲۰۱۲ کې نیم په نیمه ۹۸۰۰ کسانو ته راټیټ کړ. دوی د هغو ماشومانو خېال هم نه ساتي چې د خپلو میندو او پلرونو د خطاوو په دلیل کلونه کلونه په کمپونو کې پاتي شوي دي. هغوی ته یې پناه ورنه کړه او له دوی نه ډېری یې افغانستان ته، یو نااشنا او مجهوله راتلونکي ته په الوتکو کې ورکوز کړل.
په همدې تړاو زمونږ یوه ستره ستونزه زمونږ هغه شمېر افغانان دي چې له ایټالیې د کار په لټه کې ناروې ته راغلې او قانونا حق نه لري چې دلته دي کوم رسمي کار ولري. له دوی نه ډېری یې له پاکستانېانو او کوردانو سره په دوکانونو، رستورانونو، پیتزاریو او ورته نورو برخو کې په تور کار اخته کېږي او چې کله ګیر شي بېا نو د ناروې دولت هم ډبله جریمه پرې ولګوي او هم ترکخاک ورکړي. له دوی نه یو شمېر یې څوک له مجبورۍ څوک د خپل جرمي مزاج له برکته د جرم دنیا ته مخه کوي له کومو نه چې بېا بېرته راوتل د هر چا د وس کار هم نه دی.
د لومړی ستونزې په هکله Rødt, SV, Venstre او Krf ورته تګلاره لري او ټول د پناه غوښتنې د شرایطو د آسانونې، کمعمره او ډېره موده پاتې او بې اسنادو پناه غواړو ته د پناه ورکوني پلوېان دي.Venstre بېا په دې سربېره پناه غواړو ته له لومړی ورځې نه د کار د جواز د ورکړې پلوېان دي او په ټوله کې د کار موندنې لپاره ناروې ته د بهرنېانو د راتګ لپاره د کارموندنې د شرایطو د آسانه کولو غوښتونکي دي. Rødt پناه غواړو ته د دوی د ایستلو د نېټې د تثبیت تر ورځې د کار جواز د ورکړې غوښتونکي دي او وایي چې پناه غواړو ته دي ناروېجي اتباعو ته په ورته والي، ورته روغتېایي خدمات ورکړل شي.
۳. په دا وروستیو کې د جنګ غواړو او د بل د وینې په بدل کې د خپلو وسلو د پلور دلالانو د جګړې پیلولو ډول بېا په خپل وېرونکي انداز کې غاړې ته اچولی او د ولسواکۍ د بسېا کونې نارې وهې. دوی په افغانستان کې ملت جوړونه، ولسواکي، او د هر غیر پښتون افغان وګړي بشري حقوق بسېا کړل، عراق یې د ولسواکۍ لوړو ته وراساوو، مصر کې پوځ د دوی په پيسو خونړی ولسواکي پلي کوي، فلسطیني ولس یې له خپلو د بېلېدا لوړو ته ورساوه، پاکستان کې پوځي شرواکۍ د ټولې منطقې په وچو او لمدو، بشریت اوژویو له ډېرې بشردوستۍ په ژوندوني اور بل کړی او د لوېدیځې بشردوستۍ په سیخ یې د بریتانوي اسلام په لار کې کبابوي، اوس وار د سوریې د غیره متمدنه ملت ده. دوی د جګړه مارو ۱۴۹ خپلسرو القاعده ته ورته ډلو ته هر ډول وسلي وررسوي چې په خپل وطن کې روغه خښته لا پرېنږدي، تعمیر خو لا څه کوې، تر څو د سوریې ملت د تمدن لوړو ته وخېژوي. اوس په هغوی ونشوه غواړي خپله لاس وروغځوي تر څو د ایران ګوډاګي بشرالاسد ته د هغوکیمیاوي وسلو د کارونې په بدل کې جزا ورکړي کوم چې نور یې له نژدي نشي تثبیتولی خو امریکایي میکروسکوپ یې له سپینې ماڼۍ نه نالیدلي تشخیصولی شي.
دلته د دې جګړې پایلو ته بېا هم Rødt, Krf, SV او Miljøparti de grønne متوجه شوي او د ټولې منطقې او بیا د پاتي نړی لپاره یې خطرناکي بولي. دوی په ورته وخت کې له زورزیاتۍ نه د کار اخیستني له لاري د ستونزو حلول ناشوني څه چې د لا زېاتوستونزو د زېږېدو سبب یې بولي.
۴. ښیلاسی بلوک لکه زمونږ شمالي ټلواله د کار په ساحه کې د کارفرماوو د واک د زېاتېدا یعني هغوی په زورواکو بدلول، د کاریګرو د حقوقو د کمونې، د شتمنو د مالیې د کچې د راټیټونې، د چیچکرو د دروېزې د بندولو، په ښونځیو کې د عیسوي اقدارو د تدریس او په ټوله کې د هغوی د خپراوي، شخصي روغتونونو، کلینیکونو او نوروطبي موسسو ته د دولتي بودجې په مټ شتمنو ته د سمدستي درملنې د رسولو، په عامه پلورنځایونو(دوکانونو او مغازو) کې د الکولي مشروباتو د آزاد پلور، د انترنت په مجازي نړی کې د اتباعو د انترنت کارونې د جزیاتو د زېرمه کولو او په پناه غوښتنه کې د لا زېاتې سختګیرۍ غوښتونکي دي. دوی په ورته وخت کې په ښونځیو کې د اوس پر خلاف زده کونکو ته د نمرې ورکونې دود غواړي بېرته راژوندی کړي، د ښوونکو د شمېر تر زېاتونې د هغوی د علمي سطحي لوړول غوره ګڼي او غواړي چې په ټولګیو کې زده کونکي هم په مستعده او غیره مستعده کتګوریو ووېشي. دوی په ورته وخت کې د کلتوري څانګې د بودجې د راکمولو او د شخصي کېدو په لور د تګ غوښتونکي دي، او غواړي چې د یو کلنو ماشومانو نغده حمایوي مرسته kontantstøtte دي له سره بنده شي او د دریمې نړی له هېوادونو سره دي د اقتصادي مرستې اندازه هم ډېره راټیټه شي. په حکومت کې د بیروکراسۍ کمېدا غواړي، لویو ښارونو کې د رشټایم د پاټکي مالیي بندونه، د کارفرما لخوا د کارګر ته د ورزش د مصارفو د ورکړې غوښتونکي دي او په شتمنیو د شته مالیې له منځه وړلو ته لېوالتېا ښيي. دوی د لازیاتو ودانیو په جوړولو سره غواړي چې د عامه لاسرسۍ ساحلونه، ځنګلونه او چکرځایونه رامحدود کړي ځکه برداشت یې دا دی چې په راروانه لسيزه کې به د داسي لوی ښار لکه اسلو په نفوس کې تقریبا د ۲۰۰ زرو کسانو په شمېر کې زېاتی راشي.
په داسي حالت کې داسي یو ګوند لکه Rødt د کموسو اتباعو د مالیو نه زېاتوي او په بدل کې یې پر شتمنو د مالیې د زېاتوني غوښتونکي دي، شخصي روغتونونه په پراخه پیمانه د دولتي پیسو په مټ د دولتي روغتونونو ځاینیونې ته نه پرېږدي، له اروپا سره د ناروې د اقتصادي همکارۍ د پرېکړه لیک پر ځای د نوي تجارتي پریکړه لیک، امضا کول غوره بولي او غواړي ناروې دناتو، شینګن او WTO له غړیتوب نه لاس پر سر کړي. دوی د ملګرو ملتونو د ادارې د رول غښتلي کېدو پلویآن دي.
یاد شوي کیڼلاسي او منځلاري ګوندونه له چیچکرو سره د انساني چلند پر کېدو سربېره هغوی ته د کار د زمینې برابرول او نظافت ساتنې په تړاود تشنابونو او اوبو رسونې آسانتیاوي اړینه بولي. دوی د چیچکرو د ستونزو د حل اساسي لاره د هغوی له دولت سره په مستقیمو مرستو کې ویني.
غواړم یو ځل بېا پر دې ټینګار وکړم چې په دې مضمون کې راغلې ګوندونه یوازي زما د علاقې یوه برخه ښيي، پداسي حال کې چې تاسو به بېخي بېل ګوند غوره کړی وي. هېله ده چې په ټاکنو کې به په ګڼشمېر سره ګډون وکړئ او له هغې لارې به د ځان او خپلو اولادونو روښانه راتلونکي ته لاره هواره کړی.
په درناوي مجیب