تاند- افغانستان ته د لسګونو زره نورو امریکايي پوځیانو د لېږلو په اړه د پرېکړې په درشل کې ناروې اعلان وکړ چې ممکن افغانستان ته ځواکونه ولېږي.
د ناروې انګلیسي ژبې خپرونې (دي لوکل) نن /پنجشنبه/ راپور وکړ چې د دغه هیواد دفاع وزیرې (Ine Marie Eriksen Søreide) وویل، ناروې چمتو ده چې له افغانستان سره د خپلو ژمنو په لړ کې دغه هیواد ته لږ خو د اوږدې مودې لپاره ځواکونه ولېږي.
دې زیاته کړه«موږ تل ویلي جې له خپلو متحدانو سره تللي یوو او له خپلو متحدانو سره به یوځای راوځو. دا اوس په دې پورې اړه لري چې ناټو څه ډول ګام اخلي؛ موږ به په دې اړه د هغو خبرې له نژدې تعقیب کړو.»
له ۲۰۱۴ کال راهیسې د ناټو د عملیاتو د یوې برخې په توګه د ناروې د پوځ لږ شمېر ځواکونه په افغانستان او عراق کې مېشت دي.
تر دې مخکې بریتانیا، ډنمارک او استرالیا هم اعلان کړی چې که ناټو ورڅخه وغواړي تیار دي چې افغانستان ته نور پوځیان واستوي. دا هیوادونه او د ناټو نور غړي د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ پرېکړې ته انتظار دي.
د امریکا دفاع وزیر جېمز ماتیس پرون /چهارشنبه/ وویل چې د افغانستان لپاره د نوي پوځي پلان په اړه خپلې سپارښتنې نهايي کوي، خو ویې ویل چې د ناټو د متحدانو مرستې ته اړتیا لري.
پینتاګون د ناټو له غړیو د زرګونو سرتېرو د لېږلو تمه لري.
پرون امریکايي رسنیو څرګنده کړه چې ولسمشر ټرمپ تېره میاشت افغانستان ته د ۵۰ زره نورو ځواکونو د لېږلو پلان تصویب کړی دی.