د حکومت او طالبانو استازو د جګړې او سولې په اړه خبرې وکړې

د ناروې د مهاجرت ادارې په یوه نوي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې یوازې دوه ولایتونه د رد شویو افغان پناه غوښتونکو بېرته لېږلو ته خوندي نه دي.

د ناروې د مهاجرت اداره، چې د پناه غوښتونکو قضیې او غوښتنلیکونه څېړي او په ناروې کې د پناه غوښتونکو مرکزونه اداره کوي، روانه اوونۍ په یوه راپور کې ادعا وکړه چې له دوو ولایتونو پرته د افغانستان نور ولایتونه د پناه غوښتونکو د بېرته لېږلو لپاره خوندي دي.

دا راپور وروسته له دې خپور شو چې په درسته اروپا کې د مهاجرو ګڼو ملاتړو استدلال وکړ چې افغانستان د پناه غوښتونکو بېرته ستنولو ته خوندي نه دی او باید رد شوي پناه غوښتونکي ورونه لېږل شي.

د ناروې د مهاجرت ادارې یا (یوډي آی) تاکید کړی چې یوازې هلمند او ننګرهار ولایتونو ته پناه غوښتونکي بېرته نه شي لېږلی خو نور ولایتونه د پناه غوښتونکو لپاره پوره امن دي.

راپور وايي، ننګرهار ولایت، چې له پاکستان سره پوله لري، په دې خاطر خطرناک بلل شوی چې داعش یا د اسلامي دولت وسله والې سختدریځې ډلې پکې نفوذ کړی دی.

او هلمند له ډېرو کلونو راهیسې د طالبانو د فعالیت مرکز دی.

د ناروې د مهاجرت ادارې ريیس فرودي فورفانګ په دې راپور کې ویلي چې دوی د افغانستان په اړه معلومات تازه څېړلي او پر همدې اساس وايي چې له دوو ولایتونو پرته نورو ته رد شوي پناه غوښتونکي لېږلی شي.

ده همداراز ویلي«زه په دې پوهېږم چې اکثره نارویژیان باور لري چې افغانتسان ناامن دی، خو حقیقت دا دی چې د افغانستان په اکثرو برخو کې یاغیان پر حکومتي هدفونو بریدونه کوي.»

په جرمني او سویډن کې، چې د خپلو هیوادونو د وګړو د شمېر په تناسب تر ټولو زیات پناه غوښتونکي ورغلي دي، د افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو موضوع پر یوه ملي بحث بدله شوې ده.

انګیلامیرکل ویلي چې د دې حکومت به افغانستان او نورو هیوادونو ته د پناه غوښتونکو د بېرته لېږلو بهیر چټک کړي خو د دې دا پلان د کیڼ اړخو له مخالفت سره مخامخ شوی دی.

مېرمن میرکل د یو لک پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو پلان جوړ کړی، خو داسې ښکاري چې د ايتلافي حکومت نور مشران د دې پرېکړې مخالف دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *