د نازو تر چاپېدو څو ورځې وروسته په خوشحال فکري بهير کې د نازو مخکتنه وشوه. زه غونډې ته د ځینو ستونزو له کبله نه وم ورغلی؛ خو په ځان مې ومنله، چې پر نازو به یو څه لیکم.
نازو د اصف مشال نوی چاپ شوی ناولټ دی. دغه اثر سروش کتاب پلورنځي روان کال په ۷۶ مخونو، زرو ټوکونو او ښکلي صحافت کې خپور کړی دی. د دغه اثر ډیزاین چارې لمر ګرافیکس ترسره کړې دي. نازو په لیکوالۍ کې د مشال صاحب لومړۍ تجربه ده؛ خو دا لومړۍ تجربه په دومره دقت ترسره شوې، چې داسې نه ایسي، چې ګنې مشال صاحب دې په لومړي ځل د ناولټ د لیکلو لپاره د کمپیوټر د کیبورډ له تڼیو ټکونه خېژولي وي. د زړونو لیکوال استاد اسدالله غضنفر د نثر لیکلو هنر په کتاب کې د یوه انګرېز لیکوال له قوله ویلي، چې (هغه لیکنه، چې بې زحمته ولیکل شي، په زحمت لوستل کېږي او چې په زحمت ولیکل شي، بې زحمته یې لولو.) د استاد غضنفر نقل قول د مشال صاحب د نثر په اړه ښه صدق کوي. یعنې سړی دا ادعاء کولی شي، چې مشال صاحب د دغه اثر نثر په پوره دقت او حوصله مندۍ سره لیکلی.
د نازو انځورونه داسې متحرک دي، چې لوستونکی دا تصور کولی شي، چې انځور شوی څیز یا پېښه د سکرین په شیشه ویني. د نازو په لومړۍ پاڼه کې لولو، چې (د سپاندو اوږده سیوري وخوځېدل، له لرې پر سړک څراغونه راښکاره شول، د موټر درنه غورا ورو ورو رانیژدې کېده.) پاسنۍ جمله د دغه اثر د لومړي پاراګراف لومړۍ جمله ده. د دغې جملې لوستل دې مجبوروي، چې ناولټ تر پایه ولولې.
تلوسه د نازو ناولټ بله ځانګړنه ده. د نازو هره پاڼه، چې لوستونکی لولي دا پوښتنه پیدا کېږي، چې نور څه پېښ شول. دغه پوښتنه لوستونکی دې ته اړباسي، چې ناولټ یې، چې پیل کړی پای ته یې هم ورسوي.
د دغه اثر بله ښېګڼه منظم پلاټ دی. د نازو د پېښو تر منځ داسې قوي او منطقي لېنک شتون لري، چې په لوستلو یې دا ګمان نه کېږي، چې د یوې او بلې پېښې تر منځ درز شتون لري. د پېښو تر منځ دغه قوي لېنک د پلاټ پر انسجام شاهېدي ورکوي.
خوشحال خان په دستار نامه کې د رهبرۍ د قابلیت لپاره یو هنر شجاعت ښودلی دی. لیډر که شجاعت او دلاوري ونه لري، ممکن مقام ته یې صدمه ورسېږي. د نازو په داستان کې د لیډرشیپ دغه اصل ته په ښه توګه انعکاس ورکول شوی دی. نازو، چې کله کټواز ته رسېږي له درېیو شپو وروسته د کلي ملک یې په کیسه خبر شي، همدا ملک دی، چې د نجلۍ د ساتلو لپاره مرګ ته هم تیارېږي. د نازو په ۶۳ مخ کې لولو، چې (د ملک تندی بېرته ګونځې شو، یوه شېبه په چورت کې ولاړ و، کښته یې کتل، بیا یې څو ګامونه واخیستل، نجلۍ ته نزدې ودرېد، په خوا بدي غږ یې وویل: بچۍ! چورت مه خرابوه، زه زوندی یم… دومره د نر زوی نه وینم، چې چپ درته وګوري.) له جنۍ سره د ملک دغه چلن دا راته وایي، چې یو رهبر ته ضرور دی، چې د شجاعت صفت ولري. د لیډرشیپ د اصل پر اساس که د ده د ژوند په بیه د بل ژوند ممکن وي، ممکن دی له خپل ژونده تېر شي.
د نازو په داستان کې د ټولنې یو واقعت، چې بدګماني دی انځور شوی. نازو یو ځوان ته، چې د شپې تر ناوخته یې د دوی د کور خوا ته تراکتور چلاوه او زمکه یې اړوله د شپې د اوسېدو ځای ورکوي، دا وخت د نجلۍ ورور پرې خبر شي، کړی ثواب ورته عذاب شي. د نازو لوستل لوستونکي ته دا تجربه ورکوي، چې که د بدګمانۍ عادت ولرې، ممکن د ژوند په بیه درتمام شي.
زه مشال صاحب ته په پښتو داستاني ادب کې د دغې زیاتونې مبارکي وایم او هیله لرم، چې د هنر دغه مزل ته دوام ورکړي، تر څو پښتو ادب او فرهنګ د دغو اثارو په اېجاد لا غني شي.
د ۱۳۹۸ د سنبلې ۱۸ مه