له ځانه غټه او پنډه وه د سر ویښتان ېې په يوه درې کونجه دسمال تړلي وو د مخې ویښتان ېې له ورایه ښکارید ، تک تور لا پکې سپين نه ؤ بریښیدلي ، د کافي مخکې ېې پرلتۍ وهلې وه مخکې ورته یو عکس چې درې ماشومان پکې ښکاریدل ا و یو کاغذي ګلاس چې څو میده پيسې«کرونه» پکې پراته وو، دا په خپل موبایل کې داسې غرقه وه چې څه به ېې پکې لټول ، کله چې به څوک ورنیژدې تیریدل یو ناڅاپه به ېې ورته پاس وکتل د کړکۍ له شا مې څارله،ملګرې مې راته وخندل:
– فکرونو غرقه کړې ېې کافې دې سړه شوه…
– نه دې میرمنې ته په چورت کې یم ډیره سخته نه ده چې ټوله ورځ بهر په انتظا ر کینه …
ملګري مې وویل:
– عادت او عمل بد شی دی ، څوک ترې په اسانه نه شي خلاصیداي… بیا هم ښه ده د تینکالوجۍ له برکته به ورځ پرې ډیره اوږده نه تیریږي.
له دې خبرې سره له زړه مړه راښکاره شوه ، هو رښتیا موړ د وږي له حاله څه خبر وي ،هغه د رومانیا جټه وه او دا د ناروې له یوې شتمنې کورنۍ…
نا څاپه ېې خپل موبایل رواخیست:
– هو رښتیا پر ما ناوخته شوه د کافي ګیلاس ېې پر میز ډک پریښود، خپل کوټ ېې د تګ په حال کې اغوست د ورسۍ له شا مې څارله د غټې میرمنې ګیلاس ته ورټیټه شوه ، هغې سر ورته وښوراوه او د مننې موسکا ېې پر شونډو راښکاره شوه،
له کافي ووتم میرمن ته نیژدې مې جیب ته لاس کړ، ماتې روپۍ مې نه درلودې، پر بانک کارډ مې ګوټې ولګیدې ، مخامخ د بانک په لور روانه شوم….
د جټې ږغ مې له شا واورید :
له دې غټ ځان سره چې خداي ښه زړه هم درکړی واي….

۲۰۱۵/۰۵/۲۵

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *