تاند- دوه چینايي سیلانیان، چې په جرمني کې یې د هیتلر د دورې په شان د سلامۍ پېښې کړې وې، ونیول شول.
نیول شویو چینايي سیلانیانو دا اکت د جرمني د پارلمان د ودانۍ مخته وکړ او سمدستي د پولیسو له لوري ونیول شول.
د جرمني د نازیانو پوځي سلامي، چې په عکس کې یې وینئ، په دغه هیواد کې د نازي دورې د نورو سمبولونو په شان منع ده او جزا لري.
چینايي جوړه د ۶۰۰ ډالره ضمانت په ورکولو خوشي شوې خو دوسیه یې ثبت شوې ده.
ویل شوي چې ممکن دا دوه چینایان به، چې یو ۳۶ او بل ۴۹ کلن دی، جریمه شي خو قوانینو د قاضیانو لاس خلاص پرې ایښی چې د دې جرم په خاطر یو څوک تر ۳ کاله پورې په بند محکوم کړي.