یو ځل بیا اصول او قوانین تر پښو لاندې شول. د واک او ځواک تږي چوکۍ ته د رسېدو لپاره له هرې لارې کار اخلي.هغه څوک چې د یوه قانوني حکومت د رامنځته کېدو نارې وهي،په خپله په قانون کې وختل. د ډاکټر اشرف غني احمدزي مقابل ټیم یو ځل بیا وښودله ، چې دوی په اصولو او قوانینو باور نه لري، څه یې چې زړه غواړي ، کوي یې.

تېره اونۍ د کابل ښار په باغ بالا، پامیر سینما او خیرخانې سیمو کې یو شمېر کسانو د ډاکټر اشرف غني احمدزي انځورونه شکولي او په ویالو کې یې اچولي دي. ویل کیږي ، چې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم لخوا یو شمېر لنډغرو او لوچکانو ته پیسې ورکړل شوې دي ، چې په کابل ښار کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي انځورونه او بېنرونه وشکوي او په ویالو کې یې واچوي.

دوی پدې کار سره غواړي ، چې د ډاکټر غني د پلویانو اراده کمزورې کړي او په ټاکنو کې یې له ګډون څخه زړه تور کړي.

خو دوی دې هم یاد لري، چې دا کار د اشرف غني احمدزي پلویانو ته لا قوت ورکوي او دېته یې هڅوي، چې په راتلونکو ټاکنو کې په خپل پراخ ګډون سره غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.

دا کار داسې مهال تر سره کیږي ، چې په کابل او لایتونو کې د ټاکنو د تر سره کېدو لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.په زرګونو پولیس لارو او کوڅو ته راوتلي ، شپه او ورځ پیرې کوي خو بیا هم د دغسې کسانو په نیولو کې پاتې راغلي دي.داسې ښکاري چې امنیتي اورګانونه هم ورسره دي او د دوی د نیولو په اړه هېڅ اقدام نه کوي. د کابل د امنیې قوماندانۍ په څنګ کې د اشرف غني احمدزي انځورونه شکول کیږي ، خو دوی یې په اړه هېڅ نه وايي. د ټاکنو دواړه کمیسیونونه هم چپ پاتې دي. ددې کار دوامداره کېدل د ډېرو بدو عواقبو د لرلو په معنی دي.

تر دې وړاندې ویل شوي وو،چې د اصلاحات او همپالنې ټیم د حکومت له دوو برحاله وزیرانو(کورنیو چارو وزیر عمرداودزي او دفاع وزیر بسم الله محمدي) سره معامله کړېده. او ورته ویلي یې دي ، که مصنوعي ناامنۍ جوړې کړي او ټاکنې د دوی په ګټه تمامې کړي ، نو دوی به په راتلونکي حکومت کې په خپلو چوکیو پاتې شي.

د عبدالله دویم مرستیال محقق هم له طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي دي ، چې که دوی واک ته ورسیږي، د اوسني حکومت دوه برحاله وزیران (داودزی او محمدي) به پر خپلو چوکیو پاتې شي.

عدلي،قضايي اورګانونه او د ټاکنو خپلواک کمیسیونونه دې په دې برخه کې جدي اقدام وکړي. دا کسان دې ونیسي ، د خلکو په مخ کې یې ودروي او د قانون مطابق ورته جزا ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *