تاند- ناسا یا د امریکا د فضايي تحقیقاتو اداره وايي، په مشتري کې یې اوبه موندلي دي.

د نیویارک پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، څېړونکي وايي، د مشتري په غټه سره داره (Jupiter’s Great Red Spot) کې یې د اوبو ورېځې موندلي او له دې داسې ښکاري چې په دې سیاره کې ژوند شته.

د مشتري دا غټه سره داره له ۱۸۳۰ م کال راهیسې پر له پسې څارل شوې او لا هم د ناسا او ګڼو نورو ساینسپوهانو لپاره مرموزه سیمه ښکاري، خو د اوبو د ورېځو کشف به په دې سیاره کې د سترو کشفونو لار هواره کړي.

د کلیمسن پوهنتون د ستورپېژندنې متخصص ماتې ادامکویچس (Máté Ádámkovics) وايي چې د مشتري اتومسفیر او هوا ښيي چې هلته ژوند و.

پخوا ناسا ویلي و چې د مشتري چاپېریال احتمالاً داسې دی چې ژوند پکې نه شي کېدای خو په یوه لویه سپوږمۍ کې یې ښايي ژوند وي.

د ناسا ساینسپوهانو له اشیل ټیلسکوپ څخه په استفادې په مشتري کې د اوبو څرک لګولی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *