تاند- د امریکا د فضايي تحقیقاتو اداره (ناسا) پر هغو تصویرونو څېړنه کوي چې کیوراسیټي ستوربېړۍ له دې سرې سیارې څخه ورلېږلی دی.
په دې تصویر کې یو مرغه د الوتو په حال کې لیدل کېږي خو د (UFO) متخصصان ادعا کوي چې له دې عکسه داسې ښکاري چې د ناسا ستوربېړۍ (کیوراسیټي) د مریخ په ځای بلې خوا ته تللې ده.
د بریتانیا د ایکسپریس ورځپاڼې د راپور له مخې، ناسا له ۲۰۱۲ م کال راهیسې د کیوراسیټي ستور بېړۍ یا روفر (Rover) په وسیله، چې د یوه موټر هومره غټه ده، پلټنو ته دوام ورکوي.
د ناسا په دې هراړخیز ماموریت کې ظاهراً د مریخ د وچ اقلیمي او جیالوجیکي وضعت څېړنه او همداراز دا ارزونه شامله ده چې ایا په دې سیاره کې کله هم کوم ډول ژوند موجود و.
اوس د یو ایف او د توطیې تیوریسنان باور لري چې د ناسا کیوراسیټي ستوربېړۍ له دې سیارې څخه په رالېږلو عکسونو کې د یوه الوتلي مرغه عکس هم راستولی دی.
د دې ادارې متخصص سکاټ وارینګ په خپله ویبپاڼه (etdatabase.com) کې دا عکس خپور کړی دی.
دی وايي، ممکن د ناسا ستوربېړۍ په مریخ کې نه بلکې د کاناډا په دیفن (Devon) ټاپو کې وي.
ډیفن یو منزوي ټاپو دی چې یوازې ګوته په شمېر انسانان پکې اوسي او ناسا په ځلونو هلته خپله ستوربېړۍ د ازمېښت لپاره وړې ده ځکه چې چاپېریال یې له مریخ سره ورته والی لري.