فولکلور په مختلفو فرهنګونو کې د خلکو پوهه، د خلکو لرغوني باورونه، افسانې او… مانا شوی دی، خو زما په باور فولکلور چې مختلفې برخې لري او يوه برخه يې د خلکو هغه لرغوني باورونه دي چې يو وخت يې تکامل کړی او اعتقادي برخه يې دومره قوي شوې ده چې اوس ځان د فولکلور مولود نه ګڼي او د يوې مستقلې برخې په توګه يې خپل موجوديت ثابت کړی دی.
فولکلور به له اديانو سره ډېرې نږدې اړيکې لري خو په اسماني اديانو پورې يې نشو تړلی ځکه چې د اسماني اديانو تاريخ مشخص دی، حال دا چې فولکلور مشخص تاريخ نه لري او نه يې ايجادونکي معلوم وي، خو په دې باور لرم چې يو وخت به بدوي اديان ترې رازېږېدلي وي، نو په دې اساس بيا ويلي شو چې له اديانو سره به يې اړيکي موجودې وې.
په بدوي اديانو کې هم ځينې باطلې خبرې لرو، چې اوس د منلو نه دي او په کلونو کلونو يې د بشر د پرمختګ مخه نيولې وه، بلکل همداسې فولکلور هم داسې شيان راپريښي دي چې د پرمختګ مخه نيسي او په ځينو مواردو کې يې په موږ دومره اغېزه کړې ده چې د يوه متل په اورېدو د عيني واقعيتونو څخه سترګې پټوو.
زما په نظر هره پديده بايد له مختلفو اړخونو څخه وڅېړل شي او بيا يې په باب پرېکړه وشي، خو دا چې فولکلور هم د اجتماعياتو يوه برخه ده، ځکه د نظرياتو يو والی پکې شرط نشو ګڼلی، خو نظريات بايد په استدلال او منطق ولاړ وي. راځم خپلې اصلي موضوع ته.
هغه انګېرنې چې منشا يې هماغه ابتدايي اديان ګڼلای شو، مثلا: پخوا به خلکو خپل ماشومان له رسامۍ او نقاشۍ څخه منع کول او ويل به يې چې د انسان او يا بل ژوي انځور په بلې دنيا کې له تاسو څخه روح غواړي، تاسو خو يو روح لرئ، که هغه هم ترسيم شوي انځور ته ورکړئ، بيا به تاسو څه کوئ؟ په دې توګه زموږ ماشومان د هنر له يوې برخې څخه محرومېدل او هنريت او خلاقيت يې پکې وژه.
همدې خبرې زموږ ډېری خلک تر کلونو کلونو د مجسمه سازۍ او نقاشۍ له هنر څخه لرې ساتلي دي، چې دغې انګېرنې حتی د امير عبدالرحمن خان غصه راپارولې وه، هغه په تاج التواريخ کې ليکي کله چې له خپلو لسګونو ملګرو سره بخارا خواته لاړ او روسانو ته يې سياسي پناه يووړه، د رسمياتو سره سم يې روسانو عکسونه اخيستل خو ځينو ملګرو يې ممانعت وکړ، ويل يې چې دې عکسونو ته به روح څوک ورکوي؟ امير عبدالرحمن خان په تعجب کې شي او وايي: زه اوس پوه شوم، چې له ما سره اوسېږي دومره کم عقل دي، هغه نور به څومره کم عقله وي؟
خو د وخت په تېرېدو سره دا انګېرنه، تقريبا له منځه تللې ده، زه فکر کوم چې ساينس او ټکنالوژي به د ناوړو دودونو بېخ او ريښې ور وباسي او بل د هغو باطلو ريښې به هم وچې کړي چې موږ پرې باور لرو، ځکه حاکم فرهنګ محکوم فرهنګ يا له منځه وړي او يا يې ضعيفوي او بل هغه کلتور او فولکلور چې د خلکو په ګټه نه وي، پرې افتخار په کار نه دی، زموږ د فولکلور ډېرې داسې برخې شته چې يو ځل بيا ورته کتل په کار دي.
ښاغلي احسان الله درمل په خپلې مقالې (فولکلور او ساينس) کې ليکي چې همدا اوس هم په ځينو لرې پرتو سيمو کې ماشومانو ته هګۍ د دې لپاره نه ورکول کېږي چې ګوګيان نه شي، خو د هګۍ له پروټيني جوړښت او د ګونګوالي تر منځ منطقي اړيکه نشته، پروټين د بدن د ساختمان په جوړېدو کې لويه ونډه لري، دا چې ماشومان د ودې او نمو په حالت کې وي، نو دوی ته د پروټيني خوړو ضرورت دی، خو برعکس په کليو کې هګۍ ډېرې دي خو د خوړلو اصلي حقدار چې هغه ماشومان دي ورته نه ورکول کېږي.
همدارنګه بعضې قبايل له لغتونو څخه داسې وېره لري چې د هغو پر ځای نور لغتونه کاروي، مثلا، په کابل کې د (لړم) له پاره د (نام ګم) کلمه کارول کېږي، حتی که په خونه کې د حشراتو او خزندو ضد دوا هم وپاشل شي، بيا هم له وېرې د (نام ګم) کلمه ورته کارول کېږي، چې دا ډول باور موږ په ساينسي تجربو شکمن کوي خو پر ځای يې بيا موږ ته د خواجه مسافر يوه لوټه پیشنهادوي.
همدارنګه په خوی ښار کې د (لېوه) کلمه وجود نه لري او هغه یې بېخي هېره کړې ده او پر ځای یې د (قورت) کلمه کارول کېږي، چې د چينجي مانا لري، بعضې قبايل د شپې لخوا د پېريانو نوم نه اخلي، مثلا په تهران کې پېريانو ته (از ما بهتران) وايي، چې له ورايه د وېرې او ډار نښه ده.
زه د پېريانو د موجوديت او نه موجوديت سره غرض نه لرم، خو زه نه پوهېږم چې له يوې خوا موږ ځان ته اشرف المخلوقات وايو او له بلې خوا بيا پېريان چې يو خيالي مخلوق دی (( از ما بهتران)) يې ګڼو، چې په دې اساس موږ پخپله په خپل ځان کې د کمترۍ احساس روزو.
دا ډول باورونو نه يوازې عادي خلک تر خپلې اغېزې لاندې راوستلي دي حتی د سيمې بادشاه يې هم وېرولی دی، وايي چې شاه سليمان صفوي د خپل سلطنت په پيل کې (شاه صفي) نوم درلود، کله چې ناروغه شو، منجمانو ورته وويل چې دا ناروغي د نوم له کبله ده، ځکه یې نوم واړو او د شاه صفي پر ځای یې (سليمان صفوي) وکاروه.
همدا راز د اعدادو حراموالی، لکه د (۱۳) عدد چې په ډېريو ملتونو کې يو بد او شوم عدد دی، حتی په ايران کې د (۱۳) عدد له پاره د ( دوازه و يک) کلمه کارول کېږي، او په افغانستان کې د (۳۹) او په ځينو هېوادونو کې د (۴) عدد او داسې نور د يادونې وړ دي، چې اجتماعي ستونزې يې پيدا کړې دي، د اعدادو په برخه کې دا ډول باورونو مالي او اقتصادي زيانونه له ځان سره لري، چې تاسو يې شاهدان ياست، خو خوشبخانه اوس ځوانان په دې ډول بې ماناوو باور نه لري.
متاسفانه موږ ډېر ناسم فولکلوريک عناصر لرو، مثلا:
پر لوړه وخېژه څار وکا، څه چې نور کا، هغه چار وکا
او يا:
څه دې چې مور او پلار وکا هغه دې وکا.
پورتني متلونو څخه نورې ماناوې هم رااېستلی شو، خو زما په نظر دا متلونه موږ تقليد ته تشويقوي، چې تقليد بيا زموږ د خلاقيت مخه نيسي، ضرور نه ده چې موږ دې لکه نور واوسو، موږ بايد هغسې وواوسو چې ياستو، په دې توګه به مو خپله فردي آزادي په پام کې نيولي وي او هم به مو خپل تفکر په کار اچولی وي.
همدارنګه په پارسي ژبه کې هم دې ته ورته مثال لرو چې پښتانه يې هم کاروي «خواهی نشوی رسوا همرنگ جماعت شو»، زما په اند ضرور نه ده چې موږ دې د جماعت همرنګه شو، کله کله د ټولنې د فرهنګ پر خلاف درېدل په کار وي، حتی يو شخص هم کولی شي، چې ټولنه د ځان همرنګه کړي، خو په دې شرط چې د دې ظرفيت پکې وي، لکه حضرت محمد (ص) ونه غوښتل چې د ټولنې همرنګه شي، د لوړې پوهې او ذکاوت په مرسته يې ټولنه د ځان په رنګ کړه، په دې اړه په هندوستان کې د اکبر باچا او د مهاتما ګاندي کارونه هم نشو هېرولی.
د ملتونو د اړيکو، پرمختګ او توسعې څخه متمدنه ټولنه رامنځته کېږي، نو په دې اساس د نورو ملتونو سره اړيکي د دې لامل کېږي چې په افکارو کې مثبت بدلون راشي او دغه بدلون د فرد او ټولنې په ګټه تمام شي، په نتيجه کې ويلی شو چې سياسي، فرهنګي او اقتصادي ارتباطات دي چې زموږ په ژوند کې بدلون رامنځته کوي، همدا سياسي، فرهنګي او اقتصادي ارتباطات دي چې زموږ ډېری ځوانان نورو اروپايي او اسيايي هېوادونو ته د ليسانس، ماسټرۍ، دوکتورا او… په موخه تللي و او په راتلو سره يې نه يوازې خپله برخه زياته کړه بلکې د نورو برخې يې هم ورزياتې کړې او د علم پوهې په راوړلو سره يې د نورو په افکارو هم ژوره اغېزه کړې ده، خو متاسفانه دغه ډول ټولې ګټې په يوه بې مانا متل له منځه وړل کېږي، وايي:
- چې لاړ شې تر بلخه درسره ده خپله برخه!
- د کور ګټه د لاهور ګټه!
- همدارنګه: ( هر آنکس دندان دهد نان دهد)!
- ځينې نور متلونه، لکه:
- بز از پای خود اويزان، ګوسفند از پای خود اويزان!
- عقل سليم در بدن سالم است
- د نر يوه خبره ده!
- په يوه ګل نه پسرلی کېږي!
- او…