په ننګرهار کې د چارواکو په هڅو باندې د سترګو پټولو په تړاو.

له یوې خوا په وطن د کرونا وبا لکه د خړ سیلاب په شان را روانه ده او هغه په خلکو او وطن مین چې د مخنیوي لپاره یې مټې را نغښتې دي او کرۍ ورځ د امکاناتو په چمتوالي فکر کوي او بل لور ته بیا نور ترې بل ډول تعبیرات اخلي. یو چا ویل،‌ زه دې مړي ژاړم او ته مې په خولې پورې خاندې. هلته مسؤلین په هره ممکنه لاره کوښښ کوي چې د را روان سیلاب مخه څنګه ډب کړي،‌ خو پر ځای د دې چې په همدې رسنیو کې د هغوی ملاتړ وشي ، حوصله افزايي یې وشي او کارونه یې وستایل شي دوی د یو معقول حل له وړاندې کولو پرته بېځایه نیوکې پرې کوي. دا ډول بې ځایه نیوکې هغه کسان هم زړه توري کوي څوک چې له زړه غواړي کار وکړي.

ځینې به وايي چې نیوکه ښه ده او باید د هر چا پر کار انتقاد وشي ترڅو هغه لا پسې ښه شي. نه، وخت داسې نه ده. انتقاد هم ځای لري. په هر ځای کې نیوکه ګټه نه لري او کله کله یې تاوان له ګټې هم یو څو چارکه زیات وي. انتقاد تعمیري او تخریبي ډولونه لري چې مثبت او منفي فکر کول هم ور ته وايي. دلته یوه ساده مثال ته اشاره کوم. که نیم ګیلاس ته سړی وګوري نو له دواړو لوریو د ګیلاس په اړه نظر ورکولی شي. د ګیلاس پورتنۍ برخه حتمي ده چې خالي به ښکاري، خو که یوازې همدې خالي برخې ته وکتل شي نو د هغو اوبو په اړه به ناسم قضاوت شوی وي چې په ګیلاس کې لا هم شته او په ټکنده غرمه کې د یوه تږي چاره هم ورباندې کېدلی شي.

له بده مرغه، په وطن کې داسې کړۍ هم شته چې قصداً نه پرېږدي چې د کار خلک هغه چې په خلکو او وطن مین دي له زړه دې وطن ته کار وکړي. که یو بل کس هر وړوکی او ناڅېزه کار کوي چې د وطن د ابادۍ په برخه کې ذره قدر هم ګټه نه رسوي،‌ بیا همدا چې ځانته په خبره پوه (!) او منتقدين وايي دوی ورباندې سترګې پټوي او د هغوی د ناکاره کارونو په اړه او یا هم د هغوی د ناړامیو په اړه چوپه خوله پاتې کېږي او له خولې یې سوڼ هم نه وځي. دا ځکه چې هغه بې کاره خلک زور او زر لري، چې د زور څخه یې ډارېږي او زرو ته یې دوی سترګې پټې کړې وي. کله کله بیا د همدې بې کارو خلکو فعالیتونو ته دغه منتقدين (!) دومره زیات پرداس او رسنیز پوښښ ور کړي چې ته به وایې په وطن کې نور هر څه ګل ګلزار دي او یوازې د دغو خلکو اپلتې باید د خلکو تر غوږو ورسېږي. نوره نړۍ کې خلک په بیړنیو حالاتو کې خپل اختلافات لېرې کوي او چارواکو ته لاس ورکوي چې څنګه خپلې هڅې د حالاتو د کنټرول په برخه کې منسجمې کړي، خو دلته په وطن بیا بل څه روان دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *