ناسیونالسیم ( نشنلیزم):

د نشنلیزم ویی (کلمه) له دوو برخو نشن او ایزم څخه جوړشوی دی. نشن د ملت په معنا (د اصطلاحاتو په دې ټولګه کي یې په تفصیل لوستلای شئ) او ایزم د ګروهنیزو آرونو په مانا دی، چي په ډیرو ویوکو پسي د وروستاړي په توګه تړل کیږي، لکه سوسیالیزم، کمونیزم او داسي نور.

نشنلیزم په پښتو کي په ملتپالنه اړول شوی، او د یوې ځانګړي واکمنۍ (معمولاً زېږنځای) او مرکزي حکومت پر وړاندي د یوې ټولنې په وګړو کي د توان اوځواک احساس دی، د لومړنیو او ښکاره نښانو له مخي داسي احساس دی چي خپلواکۍ او آزادۍ غوښتلو او مرکزي حکومت ته ژمنتیا ده یعني هغه حکومت دی چي په یو ډول د خلکو لخوا ټاکل شوی وي.
ډېری وخت د ملت پالني مفهوم د توکم، ژبي، دودونو او ټولنیزو ارزښتونو او کلتور له لارې د رامنځته شوو تړاوونو له مخي د یوه ملت په اړه د وفادارۍ د حس او یا هم د نورو ملتونو په پرتله د هغو د ستروالي په اړه له شته احساس څخه سرچینه اخلي.

دا چي هر ملت ځانګړی ټاټوبی هم لري نو خاوري ته وفاداري او د هغې د ساتلو لپاره سرښندنه د ملت پالني له بنسټونو څخه شمېرل کيږي.

ملت پالنه ملي دولت د سیاسي جوړښت تر ټولو مهمه بڼه ګڼي او د همداسي یوه دولت لخوا د ملت په ارزښتونو او باورنو د یرغل پر وړاندي ځواب او درېدل ملت پال غبرګون بلل کیږي.

ملت پالنه دنړۍ په تاریخ کې یوه له مهمو سیاسي عناصرو څخه ده، داعنصر چي د (پېړۍ دسیاسي بم) لقب یې خپل کړی دی، دوه بېلابيلي څېرې لري. کله چي نشنلیزم د حکومتونو رسمي تګلاره وګرځي او د ملتونو ترمنځ د بېلتون او جګړې لامل شي منفور ايډیال او کله چي د یووالي او له ښکېلاک څخه د ملتونو د خپلواکېدو لامل ګرځي مطلوب ايډیال بلل کیږي. دا دوه څېرې د نشنلیزم د پټ او پېچلي تعریف له امله دي چې تر ننه پوري په همدې شکل وړاندي شوي دي.

د ناسیونالیسم ( ملتپالنې) تاریخی ویناوی:

د ملتپالني ایډیولوژي د۱۹۴۰ او ۱۹۴۹ کلونو تر منځ راپیدا شوې ده. او په نړیوال ډګر کي یې د ځینو بدلونونو لپاره زمینه برابره کړې ده، نشنلیزم په بهرنیو سیاستونو او نړیوالو اړیکو کي د بدلونونو یو مهم لامل ګڼل کیږي، ځکه چي له نولسمې پېړۍ وروسته په نړیوال سیاسي ډګر کي د زیات شمېر نوو هیوادونو د رامنځ ته کېدو لامل شو. دا عنصر د لویو امپراتوریو د له منځه تللو او په آسیا، افریقا او منځني ختیځ کي د اروپایي ښکېلاک د ماتولو لامل شو، چي په پایله کي یې زیات شمېر هیوادونو خپلواکي هم ترلاسه کړه. نشنلیزم د بهرني سیاست په ډګر کي هم د یوموټي کېدو، ګډ ژوند او د سیاسي او ټولنېزو ارزښتونو په بنسټ ولاړو نظامونو د رامنځ ته کېدو لامل شو.

ملت پالنه د هیوادونو د کورني اوبهرني سیاست په ډګر کي د یو نوي غورځنګ نښه ده. چي په اروپایي هیوادونوکي یې له نولسمي پېړۍ اوپه وروسته پاتي او ښکېلاک شوو هیوادونو کي یې له دوهمي نړیوالي جګړې وروسته وده وموندله. حتی ویلای شو چي د منځني ختیځ، آسیا، افریقا او لاتیني امریکا دساحو داوسېدونکو د خپلواکۍ ترلاسه کولو او آزادۍ غوښتلو، چریکي جګړو، نړیوالو پيښو زیاتره جرړي په نشنلیزم کي دي.

که څه هم دا ایډیولوژي دملي ګټو په چوکاټ کي تعریف شوېده ، خو په زیاتو مواردو کي نشنلسټي غوښتني د ملي ګټو په ساتلو باندي نه دي چاپېره شوي ، بلکي زیاتره یې د تندلارۍ حالت خپل کړیدی او له وطن او هغه څه سره چي (دملي ګټوخوندیتوب) نومول کیږي افراطي مینه ښودل کیږي . ملي پرستي یا نشنلیزم په اوسنۍ نړۍ کي داسي بڼه غوره کړېده چي زیاتره یې خلک یو بدیهي امر ګڼي او یو طبیعي څیز یې بولي .

په افکارو او ډلو کي د ناسیونالیسم نفوذ په دې اندازه دی چي ځیني یې یو ډول (دنیوي مذهب) بولي او له نورو مذهبونو سره یې پرتله کوي . حتی کله کله ناسیونالیسم په اخلاقي او مذهبي باورونو هم پرمختیا پیداکوي او دهغه خوځنده ځواک، د انسانیت پر خلاف د ځینو کارونو لامل کیږي. زیاترو لیکوالو ناسیونالیسم د یو ګروهنیز ایډیال په توګه په نړیوالو اړیکو کي یو زیان رسوونکی لامل بللی دی، ځکه باوري دي چي ناسیونالیسم انسانان د بشرله دوستانه طبیعي عواطفو څخه لیري کړي دي او لاسي جوړي شوي ژمنتیاوې یې پر ځای تپل سوي دي . ځینو هم له نړیوالو مرستو او ملګرتیاوو سره د ناسیونالیسم په نه جوړښت (سازش) تکیه کړېده .

ښکاره ده چي ناسیونالیسم دخپل وطن او زېږنځای سره دمیني او د پاکو او نیکو احساساتو په مانا دی . خوشونې ده چي همدا پاک او خوښ کړل شوي احساسات دخطرناکوموخو په چوپړ کي وکارول شي او دکرکي او تیتوالي د پراخېدلو لامل شي .

ملي حاکمیت او بین المللي مسولیت:

فرانسوی فلاسفرارنس رینن وينا ده چي‍ ملت د خپلواکۍ لار ښوونکی دی، چیرته چي هر اوسېدونکی د خپل فکر د اظهار ، برابری او خوشاله ژوند پوره حق لري. او ملت د یوې اوږدې توري شپې او قربانۍ نه وروسته تر لاسه کيږي.

که څوک د ملت پالني په مانا پوهېدل غواړي نو باید د فرانسې د ۱۷۸۹ م کال پر انقلاب باندي نظر واچوي.چي کوم ‍‍٬ ټکي د ملت پالني   مانا ورکړې ده؟ دا انقلاب و ټولي نړۍ ته هغه احساس ور کی، چي په مړ قام کښي يې هم د خپلي پېژندګلوۍ احساس را بیداره کی. د انقلاب د دوی ژبي ته نوی ژوند او بیا نوې ځواني ورکړه. نه یواځي دې بدلون په فرانسه کښي، بلکه په پوره اورپا کښي يې د بدلون ټپې ګډي کړې اوپه ډيرو ځایو کښي د اولسونو راغونډېدل شروع سول.

پخوا په اورپا کښي ځانګړي ملتي دولتونه نه وه، دلته اسبداري نظام وو او په دې سیمه کښي به مختلف ډول خلک پاته کېدله، دوي په دا خبره پوه وه، چي د دوي ژبه، پېژندګلوي او کلتور یو نه دی،په اورپا کښي حکمرانان د اولس د پرمختګ په لاره کښي جګ ولاړ وه. ځکه د ملي پالني فکر د هري طبقې د خلکو په ذهن کښي ځاي ونیوی.

په دې وخت کښي د زده کړي په اهمیت باندي اولس پوه شوی وو ، روزولو او پوهه ډلو په دې اړه خپل کار شروع کړ، او نور يې د اولس پوه کوولو ته ملا وتړله.چي کله په اولس کښی پوهه خوره شوه نور د پاچاهي زوال شروع شو. د ملت پالني روح د اولس د خوښي جمهوري نظام دی چي د قام د خپلواکۍ عکس وي.

په ۱۸۱۵ م کال کښي د اورپا لویو طاقتونو ، برتانیه، روس اسټریا او نیپولین ته په شریکه ماته ورکړه او وروسته يې په یوه تعهدپاڼه کښي د نیپولين هغه پولي بدلون ( چه هغه په اقتصاداو نورو ډیرو ځایونو کښي يې کړی وو) په شا کړ. او هم داسي يې د اورپا او فرانسې د پاچاهي هغه زوړ ځاي ته ورسول، چي کوم نیپولین په مخه کړی وو.

فرانسوی تاریخ لیکونکي میټرنچ د فرانسې د اهمیت په هکله واي، چي:

په دې وختونو کښي د یونان د خپلواکۍ جګړې د ملت پالني روانو هڅو نورو ته روزنه ورکړه. د ډیرو پیښو نه وروستو په بالکان کښي هم د ملت پالني فکر د سیاسي تحریک په شکل کښي را ښکاره شو او د سلطنې اوسمانیې نه يې ځان راخلاص کړ.

د ملت پالني په دغه انقلاب کښي یوه بله ډېره مهمه خبره د ژبی او کلتور سره مینه وه، دوي له ژبي سره د اولس د میني د راپيداکولو ټولي هڅي وکړې.

ملي دولتونه او نړیوال سازمان:

د نړيوالو سازمانونو پېژندنه :

الف : سازمان دداسي يو عمل نوم دی، چي دهغه په وجه د افرادو يا هم د یو ګروپ کارونه يو ځاى کيږي، چي په دې ډول هر کار سر ته ورسول سي نتايج به يي مثبت وي، ځکه دا د يوه ګروپ په واسطه سره سر ته رسول کيږي او ډېرموثمر شکل اختياروي .

ب : بين المللي سازمان عبارت د هغو ټولنو او اجتماع ګانو څخه دی، چي په هغه کښي د مختلفو هيوادونو نماينده ګان اشتراک ولري او  نوموړي اجتماع ګاني د مشخصواو ټاکلو اهدافو او مقاصدو لپاره کار کوي چي دغه اهداف يې د ځان له پاره ټاکلي وي .

ج : نړيوال سازمان، د دولتونو اوهيوادونو د تجمع يا ټولني څخه عبارت دی، چي دمشخصو او ځانګړو اهدافولکه: سياسي ، اقتصادي ، اجتماعي ، نظامي او نورو د لاسته راوړلو لپاره يو د بل سره همکاري کوي، چي د منظموتشکيلاتو خاص چارتر ( منشور ) لرونکي وي . معمولاً سازمانونه د دولتونو تر منځ د قراردادونو او معاهدو په صورت کي رامنځ ته کيږی.

د نړيوالو سازمانونو اهداف:

الف : د قومي او سياسي تحفظ تحيه کول.

ب: د ریاستونو سره د اقتصادي او ټولنیزو اړیکو د ښه والي په موخه مرسته کول.

ج : د نړيوال امن د بقا په خاطر هڅه کول.

د : د هيوادونو تر منځ د مسلح تصادم څخه مخنيوی کول.

هره اداره چي جوړيږي د ځان سره ځيني اهداف لري، او هغه عملي کوي د مثال په توګه: د ملګرو ملتونو اداره چي د ټولو قومونو د رکنيت لپاره يې خپله سينه خلاصه کړې ده او د نړۍ ټولو قومونو ته د رکنيت وړانديز کوي او ددې ادارې مقصد د نړي وال امن او د نړيوالي بهترۍ لپاره کار کول دي او داسي نوري ادارې هم شته چي د نورو اهدافو لپاره کار کوي لکه: د صحت نړيواله اداره ، د غذا نړيواله اداره او نور.

د نړيوالو سازمانونو فوايد:

نړيوال سازمان ډير فوايد لري، چي ځيني يې په لاندي ډول دي:

اول : نړيوال سازمان د قومونو تر منځ اړيکي ټينګوي او ټول هيوادونه سره متحد کوي او د ټولو قومونو په يو ځاي کولو کي مرسته کوي که څه هم د اروپايي اتحاديې حيثيت د يو سيمه ايز اتحاد نه زيات  نه دی خوپه (١٩٩٩) ميلادي کال کي د جنوري په اوله نيټه يي يورو ، د اروپا د ( ١٢ ) هيوادونو کرنسي ( پيسه ) ټاکلې او دا هم ممکن ده چي په راتلونکي کي په اروپا باندي د يو فرد حکومت وي.

دوهم : که چيري دوه هيوادونه په خپلو کي کومه لانجه وکړي او دغه هيوادونه ونه شي کړای چي د حل لاره راوباسي نوپه دې صورت کي نړيواله اداره يوه موثره اوموهمه ونډه لري او د خپلو استازو په مرسته دواړو هيوادونو تر منځ سوله کوي .

دريم : هغه هيوادونه چي پر مختګ نه سي کولاي شي د نړيوال سازمان په مرسته باید د پر مختللي هيوادونو څخه تجربه تر لاسه کړي او خپل هيواد ته پرمختګ ورکړي.

څلورم : د نړي وال سازمان په مرسته زراعت ، صنعت ، دفاع ، ساينس ، ټکنالوژي ، طب ، اقتصاد ، او نوري برخې د ښه والي خوا ته بوزي.

پنځم : نړيواله ادار ه په څو اړخيزه ( کثيرا لاطراف ) معاهدو په تشکيل او تکميل کي فعاله ونډه لري.

شپږم :د نړيوال سازمان په مرسته امن او تحفظ پر مخ ځي او همدا رنګه د رياستونو تر منځ دوستانه اړيکي پر مختګ کوي. د جګړې پر ځای مذاکرات د مسايلو حل په ډېره ښه توګه راوستلاى شي کوم چي د ټولي نړۍ د امن او تحفظ سبب ګرځي.

اووم : د نړيوال سازمان په مرسته د نړۍ قومونه يو ځاي د مذاکراتو يوه مېز ته کښيني او د نړيوالو اقتصادي ستونزو د حلولو کوښښ کوي.

اتم : د نړيوال سازمان غړي هيوادونه د يو بل د زرايعو او وسايلو څخه په مکمله توګه ګټه پورته کوي.

نهم :دسازمان غړي هيوادونه دامن اوجمهوريت، فردي ازادي، دعوامو سوکالۍ اوترقۍ په پرمختګ کي پوره ونډه اخلي.

لسم : د سازمان غړي هيوادونه د ناروغيو،سيلاب،قحطي،لوږي او نورو افتونومقابله کولای سي اويو ځای تاوان ورکولاي سي.

يوولسم : د نړيوال سازمان غړي هيوادونه خپل سيمه ايز سالميت او د سياسي استحکام په کلکولو کي مرسته کوونکي ثابتېداى سي.

دولسم : نړيوال سازمان نړيوال امن ته د ورپيښو خطرونو مقابله کوي او د نړۍ د قومونه سره يو ځای د امن لپاره کار کوي اوپه ګډه ورته یوه  طرحه  جوړوي.

ملي هویت: Nationalism

په ټولیزه توګه ملي هویت یوه نوې سیاسي اصطلاح ده چي د تاریخ له پلوه دهغه ریښې د فرانسې لوی بورژوازي انقلاب ( 1789 ) ته رسیږي. د هيوادونو د اتباعو د ملي هویت تثبیت په عملي توګه د نولسمي پېړۍ په اروپایي هیوادونو کي د ملت جوړوني د بهير سره سم را پیل شوی دی. د هر هيواد اوسېدونکي د تابعیت حق په سمبولیکه توګه د ملي هویت له لاري تثبیتولای سي او د ملي هویت پر اساس د بېلابیلو هیوادونو اتباع یو له بل سره توپیر هم کوي.

قومي هویت د فیوډالي ټولني یوه ستره نښه ګڼل کیږي چي سیمه ایز سیاسي او کلتوري ارزښت لري او په یوه فیوډالي ټولنه کي لوی قوم د سیاسي واکمنۍ بنسټ ایږدي خو کله چي ټولنه وده کوي او د ټولني د ولسونو تر منځ د سیاسي واکمنۍ ترسیوري لاندي سیاسي جغرافیه ځانګړې کیږي او هېواد ځني جوړيږي. په هیواد کي قومي او سیمه ایز هویتونه ، دودونه او کلتورونه د ملي کلتور د غنا او لرغونتوب بنسټ جوړوي.

په یوه هیواد کي د سیاسي خپلواکۍ تر څنګ ملي هویت د هیواد د اتباعو ستر ملي سیاسي ارزښت ګڼل کیږي ، چي د هیواد د اتباعو د ګډ ملي سیاسي ژوند بنسټ جوړوي او ملي هویت د هیواد تابعیت ستره نښه بلل کیږي. دا چي په یوه هيواد کي د ملي هویت نوم څنګه جوړيږي او له کوم لوري څخه سرچینه اخلي په هر هيواد کي بېله تاریخچه لري. په یوه هيواد کي د ملي هویت سر چینه اخستل کوم ځانګړی قانون نه لري په ځينو هيوادونو کي ملي هویت د یو لوی قوم له نامه څخه سرچینه اخلي لکه: روسیه او یا د یوې لویي سیمي د نامه څخه سرچینه اخلي لکه هند- هندی چې د هیواد د نوم (هند) څخه سرچینه اخلي چي تاریخي ، کلتوري ، سیاسي او ټولنیز اړخونه لري.

د سیاسي اړخ له پلوه ملي هویت یا National Identity نيشنل آیډنټيټي د ملي پېژندګلوۍ ستره سیاسي نښه ګڼل کیږي . ملي هویت د یو هيواد د یوه تبعه سیاسي او رسمي تعلقیت یا اړیکي د دولت state او ملت یا nation نېشن سره ښیي او د هیواد سره د تابعیت یا citizenship status څرنګوالی تثبیتوي.

قومي او سیمه ایز هویتونه د هيواد د ملي جوړښت ، ملي موزائیک او د ټولنيزجوړښت د ښکلا ستره برخه او د هيواد د ولسي جوړښت بنسټ جوړوي. قومي او سیمه ایزو هویتونو ته سیاسي بڼه ورکول د ملي هویت، ملت جوړوني او ملي یوالي په وړاندي ستر خنډ او ځنډ ګنل کیږي. قومي او سیمه ایز هویتونه د یوه فیوډالي او شاته پاته ټولني ستره سیاسي برخه جوړوي او یواځي په یوه فیوډالي ټولنه کي سیاسي او ټولنیزه اړتیا ورته لیدل کیږي. خو کله چي ټولنه د ودي او مدنیت پر لور خوځیږي د فیوډالي ټولني بنسټونه ماتیږي او په همغه پرتله قومي او سیمه ایز هویتونه هم خپل سیاسي ارزښت بایلي. د ملي هویت د ټینګښت د ملت جوړوني د پاره لار پرانیزي.

ملي هویت د هیواد تر ټولو قومي ، سیمه ایزو او مذهبي هیویتونو څخه لوړ هویت دی، چي ملي هویت د هيواد بېلابېل اقوام، سیمي ، مذاهب، ادیان او ولسونه تر یو واحد پوښښ لاندي راولي. یا ني د یوه هيواد د اتباعو د سیاسي هيوادنۍ پېژندګلوي د پاره په ملي او نړیواله کچه یو ملي سیاسي نښان ، ټاپه ، مارک یا (Brand) برند دی، چي د هيواد په ټول ولس باندي لګیږي او نن په نړۍ کي داسي هيواد نشته چي اتباع یې یو ملي هویت یا دوه ملي هویتونه ونه لري. د هيواد په کچه د ملي سیاسي پېژند ګلوۍ د اړخ له پلوه قومي ، سیمه ایز او مذهبي هویتونه هیڅ کله د ملي هویت سره سیاسي سیالي نه سي کولای او نه هم د ملي هویت ځای نیولای سي ځکه چي په یوه دین ، مذهب او یا قوم پوري تړلي خلک په بېلابیلو هيواونو کي اوسیږي.

ناسیونالیسم د اروپا په ختیځ کې:

عصري ملتونه د لومړي ځل لپاره د منځنيو پېړيو په پاى كي را منځته شول. دغه په څوارلسمه پيړۍ كي په ايټاليا ، په شپاړسمه او اوولسمه پېړۍ كښي د لويديځي اروپا په نورو هيوادونو كي د رنسانس په مرحله كي منځته راغلل او په همدغه وخت په منځنۍ پېړۍ کښي په اروپا كي نوي هيوادونه رامنځته سول. د نوموړو هيوادونو ملتونه د كليسا د تسلط او فيوډاليزم پر ضد مبارزه كوله . په دغه مبارزه كي په ښارونو كي نوي را پيدا سوي بورژوازۍاو اصلاحاتو غوښتونكو مذهبي منورينو د خپلو پاچاهانو په مشرۍ د كليسا، فيوډالانو او افراطي مذهبي عناصرو  پر ضد په سخته مبارزه اخته سول.همدغه په اروپا كښي د ملتپالني په مانا د نيشنليزم او نويو ملتونو دجوړېدلو نهضت وو. ددې مبارزې په دوران كي داسي ملتونه منځته راغلل چي پخوانۍ اروپا يې پر بل مخ واړوله، هغه اروپا، چې په منځنيو پېړيو كي فيوډالي ټولنه وه، تړلى اقتصاد يې درلود او پر عقلي او كلتوري ژوند  يې دكليسا اصول مسلطه وه.

په يوې داسي اروپا يې بدله کړل، چي په بېلابيلو هيوادونو كي يې مركزي دولتي او نوري موسسې مسلطي سوي وې او اروپا يې د صنعتي انقلاب لپاره تياره كړه .پدې توګه په اروپا كي د بشر په تاريخ كي د لومړي ځل لپاره  نوي ډول ملتونه او دولتونه  راغلل. همداغه نوي ډول ملت وروسته په غښتلي دولت_ملت يا ملي دولت واوښتۍ .عصري دولت چي د خلګو د عمومي ادارې له لاري انتخابيږي دولت یا ملت بولي او د ملت عمومي اراده د ملت د ټولټاكنو له لاري منځته راځي. په دې صورت كي نو پخوانی دولت چي پر ملت حاكم و، ملت يې تابع او خلګ يې تبعه وه په دولت یا ملت اوړي . په دغه نوي ډول دولت كي ملت او دولت دواړه حقوق او موكلفيتونه لري او خلګ د ټولني اصلي اوسېدونکي (citizen) وي  ، يعني د ملي دولت اصلي اوسېدونکي پخپله ټولنه كي حقوق او وظيفې او د ټولني په چارو كي ونډه لري . د پخواني دولت وظيفې دغه وې، چي په ټولنه كي د ګډوډۍ، قيامونواو هرج مرج مخه ونيسي او د  هيواد د پولو حفاظت وكړي . په تاريخي دولتونو كي د عامه رفاهيت تامينول او د عامه اوخصوصې ښېګڼو تړون د دولت وظيفه نه ګڼله  كيدله.(هماغه کتاب) دولت چي د ملت لخوا انتخابيږي په حقيقت كي د ټاكل كېدلو په وخت كي له ملت سره د ځانګړو وظيفو د اجراكولو په اړه يو قرار داد يا تړون كوي. له همدې كبله دولت یاملت يا ملي دولت وظيفه لري، چي هغه وعدې تر سره كړي چي ملت ته يې د انتخاباتو په وخت كي وركړي وې او داسي ونه سي لکه د افغانستان د وروستیو کاندیدانو له خوا ورکړل سوي وعدې چي اوس بیخي هیري سوي دي . خو كه دولت خپلي ژمني تر سره نه كړې نو ملت هغه په سوله ييزه توګه ليري كولای سي او بل دولت انتخابولای سي ، ځكه نو ويلاى سو چي په سياسي او اجتماعي بيرته پاته والي كښي تر ټولو د پام وړ مسله هماغه د دولت انتخاب دی، كوم چي پخوانيو ملتونو يوازي د پاچاهانو او اميرانو ميراثي حق ګڼلی او د نړۍ په زياتو هيوادونو کي، دهغې جملې څخه زموږ د هيواد خلګو په هغه سياست كې برخه اخستل د ځان حق هیڅ نه باله .

ديموکراسي او ملت پالنه:

ډيموكراسي د بشر يوه لاسته راوړنه ده او دغه په يوه هيواد او يوه لويه وچه پوري تړلې نه ده . بشر د زرګونو كلنو راهيسي اجتماعي مسلې په مشوره او د خلكو په رايو حلولې . دغه د ډيموكراسۍ اساسي مسله ده، چي ټولنپوهانو د بشر د ابتدائيه ډيموكراسۍ په نامه ياده كړې ده . دغه شان ډيموكراسي زموږ د هيواد په تاريخ كښي د لږ تر لږه پنځو زرو كلنو راهيسي د جرګو په شكل موجوده وه .پوهيږو چي زموږ په هيواد كي د جرګو عنعنه د ابتدائيه ډيموكراسۍ ادامه ده، په هغوى كي د خلګو د رايو په واسطه په وړو جرګو كښي حقوقي او جزايي او په لويه جرګه كي ملي او سياسي مسلې حلېدلای سي او حليږي .په عصري ډيموكراسۍ كښي هم اساسي مسله یاني د اجرائيه قوې او د هغه د مشر (ولسمشریا لومړي وزير) او د مقننه قوې يا قانون جوړونكي او حكومت  كنټرولونكي قوه  ( پارلمان،ملى شورا، كانګريس)، د خلګو په رايه ټاكل كيږي پوهيږو، چي يو يا بل ډول سياست د يوه اولس د كلتور برخه ده ، خو په كلتور كي زيات نور شيان سته چي د كلتور په جوړولو او بدلولو كي برخه لري، مثلاً: اجتماعې شرائط، اقتصادي وده او سياست د يوه ملت كلتور په تدريجي توګه بدلولاى سي.

څرنګه چي د يوې خوا د بېلابيلو علتونو له كبله د عصري ډيموكراسي نظام اساسات په لويديځ كښي ايښودل سوي دي او همدغه ډيموكراسي تر زياتي اندازې پوري له اروپا څخه آّسيايي هيوادونو ته راغلې ده او له بله پلوه اسيايي او افريقايي هيوادونه د همدغو اروپايانو تر استعمار لاندي وه ، نو د ډيموکراسۍ په اړه د نړۍ زياتو خلګو ته  د سلګونو كلنو راهيسي يو ځانګړی منفى نظر په ميراث ور رسېدلى دی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *