عبدالوکسل سوله مل

مولوي شکور چې څنګه له جوماته کورته راننوت، وارله مخه يې راډيو ولګوله څنګه چې يې  دراډيو ستن وښوروله، په راډيو کې کومې ښځينه سندر غاړې سندره بلله، مولوي ژر د راډيو ستنه بله ځاى ته وخوزوله، او په قهر له ځانه سره ګډ شو:

که نارينه جک وهي، نارينه دي خداى بې لارې کړي تا مرداري ته دې خير وي، چې هم له کوره وتلې یې او هم دخره غوندې له کومه ځايه رمباړې وهي.

   ښځې چې دميړه شور او  زوږ  واوريدل. له لرې يې پرې غږ کړ:

اوس له جوماته، دخداى (ج) له کوره راغلى، څه ناولتوب دې له خولې راوځي! ستا يې له پرديو ښځو سره څه،

ته خو ېې څه په قبر کې نه څملې مولوي اول لربر هغې ته وکتل او بيا يې ورغبرګه کړه:  ته مرداره هم که زه نه واى، غوږ دې ورته نيوه.

 ښځې ته يې خندا ورغله:

  ستا ديندارى هم راته معلومه ده، څنګه دځينو هلکانو اوازونه درباندې ښه لګيږي. چې کله سندرې وائي لکه جادو چې درباندې وشي، ټول غوږ غوږ يې.

مولوي دستي دخپل عمل په ننګه شو:

ښځې زه دغږ بدنه وايم، او نه مې له ډول او ټنګ ټکوره بد راځي. خو دا دځينو دخرو رمباړې نو دچا خوښيږي؟!

ښځې يې پوښتنه وکړه!

ولې، ددې ښځې غږ څنګه خوږ لګیده؟

دمولوي له قهره سترګې راووتلې:

ښځه او بيا سندرې!!څه وايې، خوله کې دې دانه راوخيژه

ښځه په زوره خداى له خندا منع کړې او ته بې شرمه يې لادسندرو وايې:

ښځه يې بې ځوابه شوه او که نه يې غوښټل چې دمیړه نورې سپکې، سپورې واوري ژر له ځايه پورته شوه،

 مولوي بيا دراډيو دستنې په تاوولو لاس پورې کړ غوښتل يې کوم بهرنی پښتو يا دري کانال ونيسي او ځان دهیواد او دنيا له احواله خبر کړي، خو دنړۍ هیڅ پښتو او يا دري خپرونه نه خپرېده، ګړۍ ته يې وکتل، دماښام (٧) بجې کیدونکى وې، په (٧) بجو هیڅ خپرونه نه شروع کیده. راډيو يې ګل کړه، له ځايه راپاڅید په ټولو کوټو وګرځید بيا ښځې ته نږدې ورغى، په ورو خوپه قهر يې وپوښتله:

دا د ډم زوى دې بيا چيرته ورک دى؟

ښځې په ورو شان ځواب ورکړ:

هلکان پسې راغلى ول دکوم آشنا واده يې دى.

مولوي له ځانه سره ګډ شو:

دډمې ځوى، لکه چې بيا دچا دېره ګرموي؟!

ولې واده والا نور ډمان نه راغواړي چې دا سپی غپوي؟!

بيا يې ښځې ته لاس ونيوه:

ګوره او ښځې دا ډمتوب پرې بند کړه ما نور مه شرموئ! دا خلک به څه وايي چې پلار يې قرآن خلکو ته ښايي او زوى ته يې ګوره چې دخلکو په حجرو کې غاپي!

ښځه چې دمیړه دې څير خبرو اوسپکو سپورو پوزوته راوستلې وه زړه نا زړه يې ورغبرګه کړه:

او سړيه: څه مې سر خوږوې. خپله ځواني دې درياد کړه چې طالب وې څه غږونه دې نه ايستل او څه اټنونه دې  نه اچول.

دښځې دې خبرو مولوي رام کړ:

ښځې زه ترې ملاتوب نه غواړم، څه چې يې خوښه وي، که ډاکتري وایى او که ترکاڼي. او ديارانو په منځ کې يې په رباب او منګي هم سترګې نشم پټولى ، خو هسې نه چې ډمتوب يې وظيفه شي، بيا به دچا مخکې سترګې نشم غړولى:

ښځې يې ژر ډاډ ورکړ:

دومره نو ليونى هم نه دى!

مولوي ژر ورغبرګه کړه:

شک يې مه ګڼه، دغږ صفتونو يې ټول عالم نيولى، او که زما ويره نه واى. کور به مې اوس د ډولونو، ربابونو او دوکڼو ډک واى.

ښځه يې خوشحاله او موسکۍ شوه:

هسې نه چې سبا يې دراډيو نه غږ راوځي بيا به څه کوو؟ وسړيه!

مولوي دا ځل جدي شو:

ته يې شک ګڼې………

بيا يې ښځه وپوښتله!

قديم پيژنې؟

دقديم په اوريدو ښځه په سوچ کې لاړه خو وروسته يې وويل:

هغه دزاوېې………….؟

مولوي سر وخوزاوه:

هو، هماغه چې اوس مړ دى.

ښځې يې ژر دهغه دا سندره راياده کړه:

راواړوه څڼې راوړي مې ګلونه:….

مولوي په ښځه ور بړچ وهل:

اى دخنځير لورې! مونځ دې سم نه دۍ زده او دا دسپي رمباړې څنګه سمې باسې!

ښځې ته په دې وخت کې خندا ورغله:

هغه تا چې دهغه ځوان سندرو ته خوب وړي

 سړي ته هم خندا ورغله:

هغه خو رښتيا چې جادو را باندې کوي

  بيا يې په خوا کې پرتې را ډیو ته پا م  ور واوښت:

ته صبر چې چالان يې کړمه، هغه په دې وخت سندرې وايي.

مولوي ژر راډيو چالانه کړه. چه څنګه يې دراډيو ستنه وخوزوله. په راډيو کې دا سندره ګډه وه:

محبت اول آسانه په نظر راغئ

په نصيب کې مې آخر خونې جګر راغئ…..

دمولوي په شونډو نرۍ موسکا خپره شوه، ښځې ته يې دبڼو لاندې وکتل نور نو دخپلو مقتديانو په څيرچې دده قرآت ته غوږ وی دسندرې غږ پسې واخيست، ښځې ته يې بيا خندا ورغله، خوله يې خندا ته جوړه کړه چې مولوي ژر خولې ته لاس وروړ او و يې پوهوله چې دسندرې دخوند خمار يې ماتوې:

چې څنګه سندره خلاصه شوه بې واکه يې له خولې ووتل:

وايم، که څوک سندرې وايي، داسې سندرې دې ووايي :

خداى مې دى نه ګناهکار وي خو دزړه زنګ يې زمالرې کړ.

وايم چې دا زموږ ځناور هم داسې سندرې ووايي بخښلى مې دي.

ښځه يې خورا خوشحاله شوه خو خبره يې بلې خوا واړوله: قديم دې مخکې څنګه ياد کړ، هغه دې هم خوښيږي؟    مولوی وخندل  په ناز ښځې ته ورنږدې شو! او لکه دځوانۍ حمله چې پرې راشي، بې واکه يې، له خولې ووتل:

راواړه څڼې راوړي مې ګلونه

دښځې ويښتانو ته يې هم په ناخبرۍ لاسونه ورسیدل:

خو ښځې يې په ناز ژر ټیل واهه:

ليرې شه، لیو نى شوې که څه، په دې سپينه ږيره تاکې څه تاو راپورته شو؟!

مولوي وخندل او ويې ويل:

قديم نو دچانه خوښيږي؟! خوما په دې خاطر ياد نه کړ:

ښځې ژر وپوښت:

نو څنګه دې په زړه وورېده؟!

مولوي ځواب ورکړ:

په زړه مې ځکه وورېده چې هغه بد بخته هم زموږ دځوى غوندې دملا ځوى و، ويريږم چې دا زمونږ ليونى يوه ورځ داسې نه شي.

ښځې په حيرانتيا سر وښوراوه:

رښتيا وايې سړيه؟! بيا به څه کوو؟

مولوي په بې پروائي ځواب ورکړ:

بس چې څنګه دقديم پلار کړى و زه نو نشم کولاى چې په کلي، کور کې ځان وشرموم او آخرت خولا بله خبره.

ښځه حيرانه او خورا وويريده:

ولې دقديم پلار څه وکړل!؟

چې څنګه خبر شو حق يې کړ:

ښځې له حيرانتيا تندى وواهه، تندى يې ګونځې شو او په خواشينۍ يې ميړه وپوښت:

نو که زموږ ځوى همداسې نوم وباسي!

مولوي خپل غبرګون او پریکړه دستي اعلان کړه:

زه به يې حق کوم نه ، خو په کور کې به رانه شپه ونه کړي

له دې وروسته يې ژر بیرته خبره بدله کړه:

ښه څه يې کوې، چې راغى، ددغې پټې ورته ووايه، چې چيرته يې واخلي.

 بيا يې په افسوس وويل

کاشکې چې دهمدې سندرو غوندې يې لږ نعتونه ويلاى ښځه په خبرو کې ورولوېده:

نعتونه؟!

مولوي ژر ځواب ورکړ:

بلې ، نعتونه بيا به هم دخلکو له پیغوره خلاص واى او هم به مې خداى ته غاړه ډېره نه وه بنده:

ښځې وپوښت:

دا څنګه !؟

ځواب يې ورکړ:

دخلکو په مخکې به مې نعتونه ور اچولې او دخلکو په غياب کې کله کله سندرې:

ښځې ته پوره خندا ورغله:

څنګه دې په دې زاړه ځان ټول چلونه ياد دي:

مولوي هم وخندل او بيا يې له ښځې وغوښتل:

رښتيا چې راغئ دځان له خوا ددغې پټې ورته ووايه چې وايخلي

دا ځل دښځې خندا څه زياته شوه.مولوي او ښځه يې پر دې خبرو په خندا وول چې ځوى يې راننووت .زوى يې چې دمور او پلار دا حال وليد حيران شو ژر يې مور مخاطبه کړه:

څنګه دواړه خوشحاله ښکارۍ؟!

مور يې وشرمیده خو ژر يې ځواب ورکړ:

هسې

زوى يې بيا خپله پوښتنه تکرار کړه:

بيا هم !!

مورې ځان ځواب ته جوړاوه چې پلار يې ترې دمخه شو:

په مور دې دځوانۍ پيران راغلي، څه شي را نه غواړي   په دې خبره يې مور موسکۍ شوه، وشرمیده خو ژر زوى ته په خبرو شوه:

دى پوهيږي چې دځوانۍ پیښې څوک کوي……….

رښتيا پلار دې شرميږي ، ديو چاپه غږ مين دى. پټه به يې ورته وانه خلي؟!!

پلار يې موسکۍ شو خو ځان يې ناخبره وښود ،زوى يې ژر وويل:

زه مې دپلار په شوق پوهیږم. دچا پټه يې په کار ده؟

مور يې په خندا ورته وويل:

نه يې ماته نوم راځي او نه ده ته خو لږه شيبه مخکې يې له راډيو افغانستان نه سندره وويله:

ناشناس يادوې؟!

پلار يې هم ژر ورغبرګه کړه:

هو! ناشناس!!!

زوى يې په خندا شو:

پلار او مور هم دزوى خندا حيران کړل:

پلار يې وويل:

پيژنې يې!؟

هو!!!

نو پټه به يې راوړې؟!

زوى يې بيا په خندا شو…….

پټه يې دلته کور کې ده:

پلار او مور خورا حيران شول يوه بل ته وکتل د مولوي  له خولې بې واکه ووتل، ته ورواچاوه کنه

په دې شيبه کې زوى وویل:

ټيپ ته يې ورواچوم؟

مور يې ژر ځواب ورکړ:

بس نو څه ته ګورې:

زوى په زور وخندل او ژر له ځايه وښوريد:

صبر چې ټيپ او پټه هلته په بله کوټه کې ده:

 له دې سره دبلې کوټې په لور وخوځيد. له بلې کوټې يې په خندا ورغږ کړ:

وروايې چوم اجازه مو ده:

پلار يې هم په خندا ځواب ورکړ:

ټوکې مه کوه وروايچاوه:

او له دې سره سمدستى له بلې کوټې دا سندره راووتله:

محبت اول آسانه په نظر راغئ

په آخر کې……………

ښځه او ميړه لکه جادو چې پرې وشي. په پوره سوچ کې لاړل او چې زړه ته يې پوره ولويده چې دا هماغه سندره او هماغه سندر غاړې دى  بې اختیاره  ېې په ورو د بلې کوټې په لورقد مونه پورته کړل چې څنګه یی سر په کوټه ور دننه کړ، زوى يې ارمونیه په لاس په خپل ټول شوق سندره ويله

پلار چې څنګه وليد دستې يې لکه ليونى چې شې په زوره چيغه کړه:

بس کړه چې څوک خبر نه شي:

خو ښځه ژر په خبرو کې ورولوېدله:

اوس به نو له خپلې خبرې نه اوړې چې څه ورته ونه وايې،  خداى به همدې ته پيدا کړى وو.  مولوي تندي ته ټس ورکړ غوږو ته يې ګوتې وروړى توبه يې وويسته، خبره يې په ستونی کې وچه شوه او ژر له کوره دجومات په لور وخوځيد.

لندن ، دشپې ١:٤٥ بجې

١٣/٠٢/٢٠٠٧

5 thoughts on “ناشناس(لنډه کیسه) ع.سوله مل”
  1. سلا مونه
    په بښني سره ، د ډاکتر صادق فطرت یا ( ناشناس ) پلا ر ملا نه وو. یو عالم وو. دهغه تالیفات ولولي دا سړی ډیر تیری کړی دی کیدای شوای چې دا کیسه یی بل ډول لیکلي واي . د ناشناس پلار په کوټه او بمبیی یا ممبیی کې تجا رتي آتشه وو. اوس به تا سی ووایاست چې لیکوال خو په زغرده نه دی ویلي چې دا دناشناس د ژوند کیسه ده . خو زما ځواب دادی چې دا کیسه چې سړی لولي هم هغه ناشناس لو ستو نکې ته ور یا دوي.

  2. اف ډير وخت مي نه وو ژاړلي نه پوهيږم چه ددي قصي په اوريدو سره مي څنګه د کاڼي پشان کلک زړه نه اوبه رواني شوي

  3. سلامونه او نیکی هیلی
    ښاغلی سوله مل صیب ! کوم څه چی تاسو د درانه استاد ناشناس صاحب دکورنی په هکله لیکلی دی ډیر له حقیقته لیری او نه منونکی دی ، بل دا چی تاسو په خپله لیکلی داسی الفاظ استعمال کړی دی چی د یوه لیکلوال سره نه ښایی

    مننه

  4. salam Mohtaram Ubaidi saeb

    La koma yaia pohegai aw pa kom bansat da khabra kawai che da da Mohtaram
    aw watali sandarghari NASHANAS da yhwand aw koranai kesa da

  5. و سوله مل صاحب ته سلامونه

    I am sorry for not being able to write properly in Pashto. I congratulate you for this short story. You have written it very artistically. I beleive Dr. Sadeq Fetrat Nashenas will be very pleased to read it. It brought tears in my eyes. Art is the skill of changing people’s mood. You did change my mood and elevated my spirit.

    I don’t think short story needs to be written in the form of history or report writing. You added spice, cut the fat, adorned and sizzled the meat and presented a very juicy kebab to the hungry eyes of reader. You made it sound so native. In other words you put miniatures on the skin of pommegranades of Qandahar and made a beautiful story even more beatiful.

    Keep writing

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *