تاند- د نړۍ نامتو جرمنی لیکوال ګونتر ګراس (Günter Grass) د دوشنبې په ورځ د جرمني د شمالي ښار لوبک (Lübeck) په یوه روغتون کې ساه پرې کړه.
ګراس د سږو ناروغي لرله.
دغه ستر جرمني لیکوال په ۱۹۹۹ میلادي کال د خپلو شهکار اثارو له کبله د نوبل ادبي جایزه ګټلې وه.
ګونتر ګراس، چې له لوړو- ژورو ډک ژوند یې درلود، د ۱۹۲۷ میلادي کال د اکتوبر په شپاړسمه په ګدانسک ښار کې زېږېدلی و چې اوس د پولنډ برخه دی. دا ښار، چې وروسته یې نوم دانزیګ (Danzig) شو، په هماغه وخت نیمه کورواکه و.
د ګراس مور و پلار په ګدانسک ښار کې دوکان درلود خو د دوی ګاکان (مشتریان) دومره بېوزله خلک ول چې ډېر وخت به یې د سودا پیسې نه شوای ورکولی او سودا به یې په پور اخیسته. دوی کاتولیک ول او په یوه خورا کوچني اپارتمان کې اوسېدل.
ده ډرامې، شعرونه او په ځانګړي ډول ګڼ داستاني اثار لیکلي دي. د ګراس د اثارو لیست ډېر اوږد دی خو د هغو په منځ کې مشهور اثار «موږک او پیشو»، «مږه»، «ټیمي ډولک، او «د سپي کلونه» یادوو.
د ده ډېری اثار له سیاسي شرایطو او ټولنیزو ناخوالو سره تړاو لري.
د ګراس له ټیمي ډولکي (The Tin Drum) مشهور جرمني فلم ډایرکتر فولکرشلوندروف فلم جوړ کړی چې د فرانسې د

کن د مشهور فلم فیستوال د سروزرو خورما جایزه یې ګټلې ده.
ده په خپلو لیکنو د نازي هیتلر او نازیانو مخالفت کړی او خپل مخالفت یې په «حلبي ډولکي» کې هم څرګند کړی دی خو په ۲۰۰۶ میلادي کال یې اعتراف وکړ چې د دوهمې نړیوالې جګړې په وروستیو میاشتو کې یې د جرمني د ایس. ایس یا د خاص نازي ځواک په یوه قطعه کې پوځي خدمت کړی دی.