تاند- د روان اپریل په لومړۍ نېټه نامتو چکي الاصله فرانسوی لیکوال میلان کوندرا ۹۰ کلن شو.
کوندرا په ۱۹۲۹ میلادي کال په برنو ښار کې زېږېدلی او په خپلو اثارو کې یې د چکسلواکیا په کمونیستي رژیم کې د ژوند شرایط انځور کړي دي.
کوندرا په ۱۹۷۵ میلادي کال له خپلې مېرمنې ویرا Vera سره یوځای فرانسې ته کډوال شو او په ۱۹۷۹ میلادي کال، چې لا هم پخوانی شوروي اتحاد د نړۍ مهم قدرت او په چکسلواکیا کې کمونېستي رژیم واکمن و، د چکسلواکیا تابعیت له لاسه ورکړ.
کوندرا «د ژوند نه زغمل کېدونکي سپکوالی» او «خندا او هېرول» په شان ناولونه هغه مهال لیکلي وو چې چک او سلواک نه وو سره جلا شوي.
کوندرا په دې ناولونو کې د کمونیزم په واکمنۍ کې د خلکو ژوند انځور کړی دی.
په ۱۹۸۷ میلادي کال د ژوند د نهزغمل کېدونکي سپکوالي د ناول پر بنسټ یو فلم هم جوړ شو چې اصلي رول یې نامتو لوبغاړي دانیل دې- لوئیس Daniel Day-Lewis لوبولی و.
کوندرا د چکسلواکیا د پټو پولیسو تر پرله پسې څارنې لاندې و او د ده پر لومړي ناول چې «ټوکه» نومېده او د یو ګوندي واکمنۍ په اړه د ده نظریات پهکې راغلي د حکومت له خوا بندیز ولګېد.
کوندرا د وروستي ځل لپاره ۲۲ کاله مخکې د خپل پلرني ټاټوبي لیدو ته ولاړ او د چک تابعیت یې، حتی له بخملي انقلاب وروسته چې په نتیجه کې یې کمونېزم پای ته ورسېد هم ترلاسه نه کړ.
تېر کال د چک جمهوریت صدراعظم اندري بابیس په پاریس کې وویل چې هیواد یې باید کوندرا ته تابعیت ورکړي. “کوندرا په رښتیا مستحق دی چې خپل تابعیت بېرته ترلاسه کړي.”
له کوندرا او د هغه له مېرمنې ویرا څخه د شوروي په دوره کې په ۱۹۷۹ میلادي کال د چکسلواکیا کمونیست رژیم تابعیت واخیست او دوی په ۱۹۷۵ میلادي کال فرانسې ته پناه یووړه.
ده په فرانسه کې ډېر ناولونه په فرانسوي ژبه ولیکل او ځینې شهکارونه یې ډېر وروسته په چکي ژبه وژباړل شول. لا هم د ده ۴ ناولونه په چکي ژبه نه دي اړول شوي.
کوندرا سره له دې چې په ۱۹۸۹ میلادي کال د کمونیستي رژیم له پرزېدو وروسته څو ځلې خپل هېواد ته تللی دی، مګر په عامو محفلونو کې له ګډونه ډډه کوي.