تاند- نامتو افغان مورخ او لیکوال پوهاند ډاکتر حسن کاکړ تېر ماښام /جنوري ۵/ د امریکا په کلیفورنیا کې د ۸۸ کلونو په عمر وفات شو.
پوهاند کاکړ له څه مودې راهیسي ناروغ او د کلیفورنیا ایالت په دویس روغتون کې بستري و.
پوهاند کاکړ په ۱۹۲۹ م کال د لغمان په الیشنګ ولسوالي کې زېږېدلی، د کابل پوهنتون په ادبیاتو پوهنځي کې یې د تاریخ په څانګه کې لیسانس کړی، ماستري يې په لندن کې او دوکتورا یې په تاریخ کې له امریکا اخیستې ده.
ده په کابل پوهنتون کې ډېر کلونه استادي کړې او د خلق د دیموکراتیک جمهوریت د واکمنۍ په مهال یې کلونه په محبس کې تېر کړي دي.
استاد کاکړ په پښتو، دري او انګلیسي ژبو یو شمېر کتابونه لیکلي یا تالیف کړي دي.
په تاند کې د پوهاند کاکړ لیکنه
زه د خپل تاريخ استاد ارواښاد پوهاند حسن کاکړ ته- د درنو ليکوالو سيستاني او زماني په لاسوند له ټولو تاريخي ښويدنو سره سره يې د ستر انسان په توگه پر مړينه ويرجن يم، جنتونه دې په برخه شي، له درستې کورنۍ او دوستانو سره خپلې ژورې خواشينۍ او خواخوږۍ شريکوم – زيار