تاند- د هالنډ نامتو فوټبالر یوهان کرویف، چې ویل کېږي د فوټبال په اړه یې فکرونه بدل کړل، د ۶۸ کلونو په عمر سا ورکړه.

کوریف د سږو په سرطان اخته و.

یوهان کرویف (Johan Cruyff)، چې په ایجیکس او بارسلونا کلبونو کې یې لوبه کړې، درې ځلي د اروپا د کال غوره فوټبالر شوی و.

کله چې په ایجیکس کلب کې و، اروپايي جام یې ګټلی و.

کرویف یوه موده د هسپانیا د بارسلونا کلب روزونکی پاتې شوی او په ۱۹۹۲ کې یې دغه ټیم د اروپا اتلولۍ ته ورساوه.

په ۱۹۷۴ کې د ده په مرسته د هالنډ لوبډله پایلوبې ته ورسېده خو په پایلوبه کې جرمني دوه پر یو ماتې ورکړه.

لاندې ویدیو د دغه نامتو فوټبالر ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *