تاند- نامتو هندي سندرغاړی مناډې د پنجشنبې په ورځ د ۹۴ کلونو په عمر د بنګلور په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

دی له څه مودې راهیسي ناروغ او په روغتون کې بستر و.

ده د خپل هنري ژوند په څو لسیزو کې د هند د سینما بالیووډ لپاره په لسګونو تلپاتې سندرې وویلې او د هند دوه تر ټولو ستر نښانونه «پدما شیري» او «پدما یوشان» یې وګټل.

د بالیووډ مشهور لوبغاړي امتیابچن، چې د مناډې د مړینې خبر خواشینی کړی، وویل:« د موسیقۍ د دنیا غښتلې څېره مناډې مړ شو. ده په خپلو سندرو د یادګارونو سېلاب پرېښود.»

دا سندره مناډې په ۱۹۷۳ میلادي کال د (زنجیر) فلم لپاره ویلې وه چې تر ډېرو کلونو پوري د هر هندي په خوله کې وه.

مناډې په ۱۹۱۹ میلادي کال په بنګلور کې زېږېدلی. پر ده یې (پرپود چندرا) نوم کېښود خو ډېر لږ خلک دیې په اصلي نوم پېژني.

ده په نولس سوه څلوېښتمه لسیزه کې موسیقۍ ته مخه کړه او تر اویایمې لسیزې پورې یې دوام ورکړ. مناډې په دې موده کې تر درې نیم زره زیاتې سندرې وویلې چې د بالیووډ فلمي لوبغاړو لیپسینګ کړي دي.

ده پر هندي سربېره په بنګالي، مالي (ملیالم) کناده، اسامي او پنجابي ژبو سندرې ویلي دي.

په دې مشهوره سندره کې یې څو پښتو ټکې هم استعمال کړي دي.

مناډې چې د هند کلاسیکي موسیقي یې زده کړې وه، ډېرې فلمي سندرې ویلي چې د کابلي والا او اوه میرا پیاري دېس فلمونو سندرې یې خورا مشهورې شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *