تاند- څلورو وسله والو تېره شپه د کابل په شپږمه امنیتي حوزه کې د اجرايي رييس د دوهم مرستیال محمد محقق پر کور حمله وکړه.
راپورونه وايي، حمله کوونکو، چې پر موټرسایکل سپاره ول، د محقق د کور پر ساتونکو ډزې وکړې.
راپورونه وايي چې د محقق د ساتونکو په ځوابي ډزو یو حمله کوونکی ټپي شوی دی.
د محقق ساتونکو ته زیان نه دی اوښتی.
همداراز افغان امنیتي ځواکونو یو حمله کوونکی ژوندی نیولی دی.
تراوسه پورې کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی او امنیتي چارواکو هم څه نه دي ویلي.
محقق هم تراوسه پورې د دې حملې په اړه څه نه دي ویلي.