تاند- په نیمروز کې، چې تر خپلو ګاونډیو ولایتونو نسبتاً امن دی، وسله والو حمله کوونکو د چخانسور ولسوال وواژه.
د نیمروز امنیتي چارواکي وايي، د چخانسور ولسوال حاجي اغا محمد نن /دوشنبه/ سهار په داسې حال کې چې له کوره دفتر ته روان و، وویشتل شو.
ویل شوي چې حمله کوونکي پر موتر سایکل سپاره ول.
تراوسه کومې وسله والې دلې د دې حملې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
له کله چې ګلبدین حکمتیار د افغانستان له حکومت سره سوله کړې، د ګوند پر یو شمېر غړیو یې حملې شوي او وژل شوي دي.
ویل کېږي چې د چخانسور ولسوال اغا محمد هم د اسلامي حزب غړی و.