تاند- وسله والو کسانو نن ماښام په کابل ښار کې پر یوه مذهبي مرکز د بې ږغه وسلو په وسیله حمله وکړه. د لومړنیو راپورونو له مخې په دې برید کې ۶ تنه وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.

د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل چې څو تنو وسله والو د ښار په لوېدیځ کې پر یوې ودانۍ، چې خلکو پکې د ماښام لمونځ کاوه، برید وکړ.

ویل شوي چې مذهبي مرکز په صوفیانو یا نقشبندیه طریقې پوري اړوند دی. دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د صوفیانو پر یوه مرکز برید کېږي.

په دې برید کې لږ ترلږه ۶ تنه وژل شوي او ۵ نور ژوبل شوي. وسله وال له حملې سمدستي وتښتېدل خو پولیس وايي چې د برید په تړاو یې ۵ تنه مشکوک کسان نیولي دي.

تراوسه چا د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

2 thoughts on “نامعلومو وسله والو په کابل کې د صوفیانو پر مذهبي ودانۍ برید وکړ”
  1. دنادانو ، احمقو او جاهلو مسلمانانو په وسیله به یو او بل سره وژنی د طریقی او مذهب په نامه، ددی نه بل لوی حماقت او جهالت به تاسی ونه گوری په تول جهان کی، دخدای لپاره که طریقه او مذهب گناه او کفر وی نو بیا ولی داسلامی ملکونو عالمان قرار ناست دی هیس هم نه وایی دطریقو په باره کی خو دغه عالمان دی تول سره یو زای شی اویوه فتواه دی ورکری ، صحیح یا غلط ، تر سو چه خلگ خپله لاره وپیژنی. په درناوی

  2. دا به لا کوم لیونی وی چی طریقت او تصوف ته مکروه قدری هم ووای ناروا خو یی لا پریږده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *