تاند- نامعلومو وسله والو د اروزګان مرکز ترینکوټ ته نژدې دوې ښځې، چې د اروزګان په وروسته پاتې او محافظه کاره ټولنه کې یې ټولنیز فعالیت کاوه، په خورا بې رحمۍ وژلي دي.

د اروزګان د والي ویندوی عبدالله همت تاند ته وویل، د دغو دوو ښځو، چې یوه یې ښوونکې او بله په امنیې قومندانۍ کې پولیسه وه، جسدونه نن ماسپښین ترینکوټ ته نژدې د ده یک په سیمه کې وموندل شول.

همت د وژل شویو ښځو په اړه همداراز وویل:« دوی دواړه د نامعلومو وسله والو له لوري لومړی په رسۍ زندۍ شوې او بیا په سرباندې په ډزو ویشتل شوي دي.»

د اروزګان د والي ویندوی زیاته کړه چې فیروزې په امنیه قومندانۍ کې د پولیسې په توګه کار کاوه او ملالۍ د سروري ښوونځي قراردادي ښوونکې وه. دوی دواړه د دوو وروڼو ښځې وې.

د ښاغلي همت په وینا دا دوې ښځې دوې ورځې مخکې بې درکه شوې وې.

سره له دې چې فیروزه او ملالۍ دوې ورځې مخکې بې درکه شوې وې خو د هغوی د کورنۍ غړیو پر ټولنه د واکمن دود او (شرم) له کبله امنیتي اورګانونو ته خبر نه وو ورکړی.

په همدې حال کې د اروزګان والي امنیتي اورګانونو ته امر کړی چې د پېښې په اړه څېړنه وکړي او قاتلان ونیسي.

د اورزګان د والي ویندوی په دې پېښه کې څوک یا کومه ډله په لاس لرلو تورنه نه کړه.

وسله والو طالبان هم، چې عموماً پولیس او په ځینو مواردو کې ښوونکي وژني، تراوسه پوري د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

2 thoughts on “نامعلومو وسله والو په اروزګان کې دوې فعالې ښځې ووژلې”
  1. سلامونه
    زه فکر کوم چی په ارزګان ولایت کي دومره ډیر عالمان شته چي دغو دو تنو ته هیڅ ضرورت نه وه شاید دا یوازینی شځینه ښونکي او دی پولیسو منصب داره په دي ولایت کي ولي اویا به دي ګوتو په شمیر موجود وي،دا عالمان هرڅه لیدلي شي خو دي پښتانه په وطن کي له ځان نه هوښیار نه شی لیدلی دي دغو عالمانو په نظر دین هغه شی ته ویل کیږي چي دي دوي له منافعو سره ټکر ولري په دی معني چی ښونکي .دي پولیسو کارکونکي دي ملي اردو سرتیري ډاکټر ،انجینر او هر هغه څوک چی لوړي او یا عصری زده کړی ولري بی دینه دي اوټولي واجب القتل دي او خپله همدغه عالمان بیا له پنجابی کرنیلانو نه فتوای اخلی سل آفرینه دي دی هزارګانو په غیرت شي چي داخو یوه سترګه ملا عمر ده که دري سترګي ولا ورته بد وګوري سترګی یی پوچي په راباسي او نوش جان دي دي احمدشاه مسعود په لارویانو شي چي خپل یی منطقي له دغسي بي منطقه او دین فروشه کسانونه ترعبده خلاصی کړيدي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *