مولوي محمد علم

تاند- نامعلومو وسله والو کسانو د بلوچستان ایالت مرکز کوټې ښار ته نژدې د طالبانو یو مهم قوماندان وواژه.

د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې نن /جمعه/ د دوو طالب مشرانو له قوله وویل چې ملا اختر محمد منصور ته وفادار قوماندان مولوي محمد علم پرون /پنجشنبه/ ماښام کوټې ته نژدې په کوچلاغ کې وویشتل شو.

کوچلاغ له کوټې ښاره ۲۵ کیلومتره لېري سیمه ده.

ایکسپریس تریبیون وايي، دا خبره ورته دوو طالب مشرانو کړې او د هغوی نومونه ځکه نه څرګندوي چې له رسنیو سره د خبرو کولو اجازه نه لري.

د طالبانو یوه مشر غړي وویل:«مولوي محمد علم ووژل شو. تحقیقات روان دي خو موږ په دې اړه چې چا به وژلی وي، معلومات نه لرو.»

تراوسه پوري کومې ډلې د مولوي محمد علم د وژلو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې ته د طالبانو سرچینو ویلي چې مولوي علم په زابل کې د طالبانو د جلا شوې ډلې ملا محمد رسول خلاف په خونړیو جګړو کې د ملا اختر محمد منصور د ډلې د جګړې مشري کوله.

طالبانو پخوا په کوټه کې د خپلو یو شمېر غړو د وژلو تور د افغانستان پر استخباراتي ادارې (ملي امنیت) پوري کړی دی.

خو ایکسپریس تریبیون د طالب سرچینو له قوله وايي چې مولوي محمد علم ممکن د ملا رسول پلویانو ترور کړی وي.

د مولوي علم په اړه ویل شوي چې په زابل کې یې د طالبانو په منځ کې زیات نفوذ درلود او ډېر شمېر بهرنیو سختدریځو ته یې پناه ورکړې وه.

(عکس د مولوي محمد علم دی)

One thought on “نامعلومو وسله والو په بلوچستان کې د طالبانو یو مهم قوماندان وواژه”
  1. څوک چی د بل ګټو لپاره کار کوی همدایی حال وی راشی خپل هیواد ته او د خپلو خلکو څنګ کی ودریږی او دا هیواد اباد کړی ولی بیځایه مړه شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *