تاند- (دوشنبه، د عقرب ۲۷) د غزني چارواکي وايي چې د دولت وسله والو مخالفانو د ناوې ولسوالۍ څارنوال له خپل وراره سره یوځای وژلی دی.
د غزني د والي ویندوی عارف نوري وویل، د ناوې ولسوالۍ د ابتداییه محکمې څارنوال نن (دوشنبه) مازدیګر مهال غزني ښار ته نژدې د وسله والو کسانو په برید کې ووژل شو.
ده ونه ویل چې حمله کوونکي څوک ول خو د سیمې اوسېدونکي وايي چې دا ډول بریدونه وسله وال طالبان کوي.
په وروستیو ورځو کې طالبانو د لوګر په محمد اغې ولسوالي کې ۳ قاضیان او د کابل ولایت په قره باغ ولسوالي کې ۳ څارنوالان ووژل.
دې ډلې تر دې پخوا هم سلګونه قاضیان، څاروالان، دیني عالمان او قومي مشران وژلي دي.
عارف نوري وايي «وسله والو نن مازدیګر څلور بجې د غزني ښار په څلور کیلومیترۍ کې د ګنج په سیمه کې د څارنوال محمد حسن حلیمي پر موټر ډزې وکړې او هغه یې وواژه.»
نوري همداراز وویل چې په دې پېښه کې د څارنوال حلیمي وراره هم وژل شوی دی.
تراوسه طالبانو د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی. خو دې ډلې تر دې وړاندې د غزني ولایت د استیناف څارنوالۍ اجراییه مدیر مجتبی حنیفي په غزني ښار کې په یوه غچلکۍ حمله کې وژلی و.
طالبانو په وروستیو ورځو کې د څو حملو د مسوولیت له منلو انکار وکړ.
په کابل کې نن سهار د یوه پوځي تعلیمي مرکز په لور وسله والو لاسي بمونه وغورځول او ۴ تنه یې ووژل خو طالبانو په دې برید کې لاس لرل رد کړل. ځینې کسان ادعا کوي چې د کابل دا برید د حکمتیار پلویانو کړی دی خو هغوی د خپلې ادعا د ثبوت لپاره اسناد او شواهد نه دي وړاندې کړي. د دوی باور دا دی چې په حمله کې کارول شوی تاکتیک د حکمتیار د ډلې دی چې په ځلونو یې کارولی دی.