تاند- په لغمان ولایت کې د نامعلومو وسله والو په حمله کې د یوې کورنۍ لږترلږه ۱۰ غړي ووژل شول.

د لغمان د والي ویندوی سرحدي ځواک نن /دوشنبه/ وویل، حمله تېره شپه هغه مهال وشوه چې د قرباني شوې کورنۍ غړیو د ماسخوتن ډوډۍ خوړه.

ده وویل چې حمله کوونکو له ماشینګڼو او لاسي بمونو کار اخیستی دی.

ځواک وویل چې تراوسه پوري د حملې انګېزه او د هغې د عاملانو په اړه څه نه شي ویلی.

تراوسه پوري کومې وسله والې مخالفې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *