تاند- نامعلومو وسله والو نن /شنبه/ په ولسي جرګه کې د اروزګان د خلکو پخوانی استازی عبیدالله بارکزی په کندهار ولایت کې وویشت.
د کندهار امنیه قوماندان جنرال تادین خان تایید کړه چې عبیدالله بارکزی د کندهار ښار په ۶ ناحیه کې نن ماسپښین وژل شوی دی.
بارکزی په ولسي جرګه کې د هیواد د جنوب لوېدیځې حوزې د وکیلانو په منځ کې یو فعال استازی و.
یو کال پخوا د عبیدالله بارکزي زوی په کابل کې وژل شوی و.
وسله والو طالبانو د بارکزي په وژلو کې لاس لرل رد کړي دي. خو دې ډلې د هلمند د نننۍ حملې مسوولیت په غاړه واخیست.
بارکزی د اروزګان د چورې ولسوالۍ اوسېدونکی و او یوه موده د چورې ولسوال هم پاتې شوی و.
د ولسي جرګې په وروستیو انتخاباتو کې له کابل څخه کاندید و چې وروستۍ پایلې یې لا اعلان شوي نه دي.
واقعا چې ډېر بد خبر دی، سخت یې خفه کړم. الله تعالی دې یې مغفرت نصیب کړي.
بارکزی د الله پاک وبخشي او لنډغران د الله پاک د سرطان په مرض اخته کړي ، بارک زی د افغان صادق او ريښتنی بچی وو په مرګ یې ډیر غمجن شوم !
this is very bad news for us.allah dee janatoona naseeb kee,
famil tah dee khudayee saber war kee.
THIS IS NOT FIRST OR LAST.
OUR PASHTOON LEADERS&ELDERS KILLING BY PUNJABI INTELLIGENT SERVICE.
ALL AFGHANS MUST TAKE ONE DECISION FOR THIS KILLING.
SALAMOALIKUM
و اذا اصابتهم مصیبه قالوا انا لله و انا الیه راجعون.
ډیر خواشینوونکی خبر دی.
عبید الله خان بارکزي ساب ته د فردوس جنت او روح ېې دواړو شهیدانو زامنو سره ېې د دارالبقا د باغچو د الاهی نعماتو خوشحاله غواړو.
دوطن او حق ویونکو دښمنانو، د عبدل جبار قهرمان او داسې نورو په شان دی هم شهيد کړ ؛خو ژغ اوخبرې به ېې تر قيامته دخلکو مغزو کښې انګازې کوي.
وژونکو ته ېې چې هر څوک وي ، د لوی خدای له درباره سخته سزا ،ذلت او رسوايي غواړو.
کورنۍ، دوستانو ، قوم او لوی پشتون افغان ولس ته صبر ؛ او استقامت او ژر راتلونکې سوله.
إنا لله وإنا إليه راجعون
په قندهار کی خو یا د تادین خان وسله وال دی او یا دطالیبانو
وسله وال دی. اوس سوال دا دی چه عبیدالله بارکزی چاه شهید کړ؟
دسرونو سر او د زړورو خبر سر هم شهید شو.
کورنۍ او خپلوانو ته یی تسلیت وایم
والسلام
کله به دا د افغانستان خپرونی اصلاح کیږی ګوتی به یی ماتی شی چی ولیکی شهید یی کړه
بارکزی صاحب دي الله ج و بخښي…
کندهار کي ډېري ککرۍ د څو جاهلو او بې سوادو لنډغرو لخوا خاوري سوې، چي يوه يې د بارکزي صاحب ککرۍ ده.
افغان ولسمشر دي کندهار ته پام واړوي، او د دې وژنو ريښې دي وچي کړي او ميليوني ښار اوسېدونکو ته دي نجات ورکړي.
کندهار د کرزي کورنۍ، او د رازق وحشي ډلو خراب کړ، اوس يې ځایناستی چي په یوه ورځ له هیڅ نه جنرالۍ ته ارتقاء ورکړل سوه(متأسفانه غني ځيني وخت داسي کاذر وکړي چي عقل ورته حیران سي..)..
لطفاً کندهار د دې قومي ټېکه ډارانو څخه وژغورئ…..
انالله و انا الیه راجعون.
الله رب العزت دی د وکیل صاحب شهادت ،قبول او خپلوانو او دوستانو ته یی کامل اجر او صبر ورکړی او ظالمان او منافقان دی ذلیل او شرمنده کړی او زموږ د ټولو او امت د مظلومانو انتقام ، عزیز ذو انتقام رب ته سپارو.
دا یوبارکزی صایب نه دی،په لسګونه څه چې په سلګونه نور پر وطن مین ککرۍ ترور شوې، بارکزی صایب،مطیع اله صایب،قهرمان صایب جنرال صایب رازق همداسې نور چې هیڅ په ټولنیزو رسنیو کې یاد شوي هم نه دي له لاسه ورکړه خو پوښتنه داده چې ولې او څوک یې ترور کوي؟ دا ډول وژنو ګڼو افغانان ته ژوره انديښنه پیداکړي ده.
feeling sad for them