تاند- د وسله والو طالبانو یو مشر د پېښور په ناصرباغ روډ کې د نامعلومو وسله والو په ډزو ووژل شو.

د وژل شوي طالب مشر نوم قاري سید مراد ښودل شوی دی او ویل شوي چې ده په ناصرباغ کې مدرسه لرله چې جنګي کسان پکې روزل کېږي.

همداراز ویل شوي چې قاري مراد د طالبانو د ننګرهار ولایت د پوځي کمیسیون غړی و.

وسله والو طالبانو تراوسه پوري د قاري مراد د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې د طالبانو یو بل مشر مولوي علم کوټې ښار ته نژدې د وسله والو کسانو په ډزو ووژل شو.

د مولوي علم په اړه ویل شوي چې د طالبانو اوسني مشر مولوي هبت الله ته نژدې کس و.

پاکستان او طالبان دا ډول وژنې د افغانستان د استخباراتي ادارې (ملي امنیت) کار بولي خو په ځینو مواردو کې ویل شوي چې ځیني طالب مشران د طالبانو او یا د پاکستان د آی ایس آی له لوري په دې خاطر وژل شوي چې د افغانستان له حکومت سره خبرو ته یې لېوالتیا ښودلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *