تاند- راپورونه وايي، یوه استرالیايي ښځه نن شپه د کابل په قلعه فتح الله کې د نامعلومو وسله والو له لوري وتښتول شوه.

د پېښې شاهدان وايي چې د ښځې له برمته کېدو لږ وروسته هغه سړکونه بند کړای شول چې پېښه پکې شوې وه.

اوس هم د قلعه فتح الله په کوڅو کې پولیس ولاړ دي خو د پولیسو له لوري د کوم ځای د تلاشي کېدو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د تښتول شوې ښځې د نوم په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي خو ګومان کېږي چې په یوه ناحکومتي موسسه کې یې کار کاوه.

تر دې وړاندې سږ کال په کابل کې د افغان امریکايي پوهنتون دوه بهرني استادان وتښتول شول چې لا یې هم برخلیک څرګند نه دی.

خلک او امنیتي سرچینې وايي، دا ډول اختطافونه عموماً جنایتکارې ډلې د پیسو د ترلاسه کولو لپاره کوي او دا ډلې اکثره وخت برمته د دولت پر وسله والو مخالفانو پلوري.

د ملګروملتو له وروستي راپور سره سم د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو د عاید په درو سرچینو کې یوه برمته ګري ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *