تاند- چارواکي وايي، ناپېژندویو وسله والو نن /پنجشنبه/ په کندوز ښار کې د سیکانو یو مشر وویشت.

د کندوز امنیه قوماندان وویل چې سیک مشر لال دلسوز د څو تنو وسله والو له لوري سهار نهه بجې په داسي حال کې ووژل شو چې خپل دوکان ته روان و.

تراوسه پوري کومې وسله والې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د لال دلسوز خپلوان وايي چې نژدې پنځه کاله پخوا هم پر نوموړي ورته حمله شوې وه خو روغ ترې ووت.

دوی وايي، دلسوز له کوم چا سره شخصي دښمني نه لرله.

د ډاکتر نجیب الله د حکومت له پرزېدو او د مجاهدینو له واکمنېدو وروسته د کندوز د ډېرو هندوانو او سیکانو شتمنۍ لوټ یا غضب شوې او اکثره هندوان او سیکان، چې په کندوز ښار او خان اباد ولسوالي کې اوسېدل، له دې ولایته وتلو ته اړ شول.

په کابل او نورو ولایتونو کې هم هندوان او سیکان زیات ځورول شوي او ډېر اړ شوي چې هندوستان ته پناه یوسي.

د هند حکومت هر کال له پاکستان او افغانستان څخه کډوال شویو محدود شمېر هندوانو او سیکانو ته تابعیت ورکوي.

نن د هند حکومت وویل له افغانستان، پاکستان او بنګله دېش څخه ورغلیو هندوانو او سیکانو ته د تابعیت د ثبت فیس له ۱۵ زره روپیو څخه ۱۰۰ روپیو ته ټیټوي.

2 thoughts on “نامعلومو وسله والو په کندوز کې د سیکانو یو مشر وواژه”
  1. نا معلوم نوم پري مه ايږدۍ، خو ووايئ چي د پاکستان آي ايس آي د سيکانو مشر وواژه

  2. It is known that this Afghan has been killed by ISI through its stooges, terrorists Taliban but killing innocent and people of other religion in Islam is Haram.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *