تاند-افغانستان په داسي حال کې په دوهمه یوه ورځنۍ لوبه کې کوربه نامیبیا ته ماتې ورکړه چې پنځه ویکټونه او ۱۱۰ توپونه یې لا لرل.
د لوبې شېبه په شېبه حال لاندې وګورئ:
د افغانستان او نامیبیا په دوهمه یوه ورځنۍ مسابقه کې، چې د نامیبیا په خاوره کې روانه ده، نن لوبه نامیبیايي لوبغاړو پیل کړه او د تېرې لوبې خلاف ښه ولوبېدل.
په تېره یو ورځنۍ لوبه کې نامیبیا د افغانستان د ۲۸۹ منډو په وړاندې ټولټال ۹۹ منډې جوړې کړې وې.
نامیبیا ۱۹۳ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې ۱۹۴منډې هدف وټاکه.
په دې مسابقه کې حمید حسن څلور نامیبیايي لوبغاړي وسوځول، سمیع الله شینواري او همزه هوتک هزره یوه دوه – دوه وسوځول خو کریم صادق او محمد نبي ته یو – یو لوبغاړی ورسېد.
حمید حسن په ۹ اورونو ۳۲ منډې، سمیع الله شینواري په ۹ اورونو ۱۹ منډې،همزه هوتک په اوو اورونو او ۲ توپونو ۲۰ منډې، محمد نبي په ۸ اورونو ۲۱ منډې، کریم صادق په ۵ اورونو ۲۴ منډې او میرویس اشرف په ۳ اورونو ۱۳ منډې ورکړې.
د نامیبیا لپاره تر ټولو زیاتې منډې ایس جې بارد جوړې کړې. ده په ۸۹ توپونو ۶۷ منډې جوړې کړې. ورپسې پي آر ایچ پیچر ښه ولوبېد چې په ۶۶ توپونو یې ۵۷ منډې وکړې. لومړنی د حمید حسن له لوري او دوهم د سمیع الله شینواري له خوا وسوځول شو.
د لوبې وروستی حال
د افغانستان له لوري بیټنګ یا لوبې ته لومړی محمد شهزاد او نوروز منګل راووتل. دواړو خورا ښه لوبه وکړه. شهزاد په ۶۴ توپونو ۶۲ منډې جوړې کړې. نوروز منګل په ۴۶ توپونو ۴۱ منډې وکړې او په دې ترتیب یې افغانستان ته په ګډه ۱۰۳ منډې جوړې کړې.
کریم صادق دوې شپږیزې او ۷ څلوریزې ووهلې. نوروز منګل ۶ څلوریزې ووهلې.
له دوی وروسته ګلبدین نایب ډېر ژر وسوځېد. نایب په درو توپونو یوازې یوه منډه جوړه کړای شوه.اوس اصغر ستانکزی له کریم صادق سره په میدان کې دي.
افغانستان په ۲۰ اور کې ۱۱۲ منډې د درو لوبغاړو د سوځېدو په وړاندې جوړې کړي او بریالیتوب ته یې زیاته هیله شته.
اصغر ستانکزي په ۸ توپونو ۱۱ منډې جوړې کړې. د ده له سوځېدو وروسته محمد نبي میدان ته راووت.
افغانستان اوس په ۲۴ اور کې د ۴ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۳۶ منډې جوړې کړي دي.
افغانستان د پنځو لوبغاړود سوځېدو په بدل کې تراوسه ۱۷۳ منډې جوړي کړي. په شلو اورونو یوازې ۲۱ منډو ته اړتیا لري.
کریم صادق په ۳۳ توپونو۱۹ منډې جوړې کړې. د ده له سوځېدو وروسته سمیع الله شینواری راووت چې اوس له محمد نبي سره لوبه (بیټنګ) کوي. محمد نبي تردې دمه ډېره ښه لوبه کړې. په ۱۹ توپونو یې ۳۴ منډې کړي دي. ده تر دې دمه دوې شپږیزې او دوې څلوریزې وهلې دي.
دا شېبه د افغانستان منډې ۱۸۲ ته ورسېدې.
اوس د افغانستان د منډو شمېر ۱۸۸ ته ورسېد. تقریباً ۲۰ اورونه او ۵ ویکټونه لري خو د بري لپاره یې صرف او صرف ۶ منډې پکار دي
افغانستان یوې منډې ته اړتیا لري.
سمیع الله شینواري په هر توپ منډه جوړه کړې. ۱۳ توپونه دیارلس منډې.
محمد نبي خورا ښه لوبه وکړه. په وروستي توپ یې شپږیزه ووهله او د افغانستان منډې یې ۱۹۹ ته ورسولې. ده په دې لوبه کې ۴ شپږیزې او ۲ څلوریزې ووهلې او ټولټال یې په ۲۳ توپونو ۴۶ منډې جوړې کړې.
کامیابی او بریالیتوب له لوی او
باری تعالی نه ورته غواړم
مننه کاکړ
ماشاالله د نامي زامنو د افغانستان نوم مو را ژوندئ کئ خدای تعالی مو له بده سترګو په امان ساته برئ مو هر وخت په برخه