زما د ژوند يو ثلث په پېښور کې تېر شوی. هغه وختونو کې ښاغلی حکمتيار يو فرد نه، يو رهبر نه، بلکې يو فکر و. د شوروي يرغل په مقابل کې د حزب اسلامي تر چتر لاندې، حکمتيار يو فکري مکتب جوړ کړی و. تر بل هر ګوند د ده په حزب کې د لوړې کچې لوستي کسان ډېر وو. د بېلګې په توګه، يوازې د وردګو ولایت د ګوربت په غونډ کې له ۱۲۰ تر ۱۶۰ لیسانسه مبارزينو شتون درلود، چې ځينې يې زه شخصاً پېژنم او د ډاکټر نجيب (اروا دې يې ښاده وي) د حکومت له نسکورېدو سره سره دوی هم وسله کېښوده او د واقعي فکري مبارزينو په څير، تر ننه پورې په غربت کې شپې ورځې تېروي.
په بل عبارت، په معاصر وخت کې د اسلام په نوم د مبارزه کوونکو په منځ کې، اخوان المسلمين له وهابيانو، طالبانو، داعشيانو او نورو سياسي مذهبي خوځښتونو ډېره مهذبه، باسواده او منطقي ډله وه؛ او په افغانستان کې معلومداره ده چې د دې نهضت له ډلې د انجنير ګلبدين حکمتيار مشري او رهبري په دوه ګوتو نه پټېږي. ماشومانو ته خو بيا حکمتيار يو افسانوي کرکټر او ماډل و. ما د ماشومتوب ډېرې کيسې په ياد دي چې چا به ويل چې د سلو موټرو په کاروان کې بيا درې تور بینزونه تېر شول، خو حکمتيار په آخر کې د اوبو له يوه ټانکره راووت… بل به ويل چې په اسلام آباد کې آی ایس آی د «امير صاحب» په موټر پسې نژدې نژدې روان و، چې د امير د باډيګاردانو دې مشکوک موټر ته پام شو نو د آی ایس آی د موټر د مخې پر دواړو ټيرونو یې د داشکې ډزې وکړې او نر غوندې يې ميدان پرېښود… بل به د اربابانو او بل به د «اور پرتوګ» کيسې کولې…
خو زه نن د ښاغلي حکمتيار په کړو وړو خبرې نه کوم. نه يې هم په جنګي جنايتونو او د قوماندان زرداد پر سپيو خبرې کوم. نه يې هم د ملتپاله او روشنفکره افغانانو پر وژنو خبرې کوم، ځکه دغه موضوعات ځانته بېله پاملرنه غواړي.
ټول عدلي او جنايي موضوعات ځان ته خپلې مرجع لري، چې زه ځان ته دا اجازه نه ورکوم چې له محاکمې مخکې د قاضي رول ولوبوم. زه دې ته هم په غوره کې نه يم چې ګواکي دومره نامتو جنګيالی، چې صرف دوه کاله وړاندې له غرونو راکښته شوی، نن دا دی راغی مدني شو او دا سياسي پروسه يې په خپل مبارک حضور درنه او وزمينه کړه. نه، هرګز نه! زما په نظر نه بايد انجنير حکمتيار، نه استاد سياف، نه جنرال دوستم او نه هم نورو«اتلانو» ته د افغانانو د وژنې او د بربادۍ برات ورکړل شي، بلکې ټول ښکېل غړي ښايي يوازې او يوازې د انتقالي عدالت له محاکمې او حساب ورکولو او له خلکو د بښنې غوښتنې وروسته بيا صحنې ته راووځي. په بل عبارت، زه انتقالي عدالت يوازې پر حکمتيار نه محدودوم، بلکې بايد د ټولو جګړو پر ټولو اړخونو او «اتلانو» په عادلانه توګه پلی شي. خو زه نن غواړم د حکمتيار په نني سياست، يوه لنډه «سياسي» او تخنيکي تبصره ولرم. او هغه دا چې، پر دې ټولو نيمګړتياوو سربېره، تر پرونه پورې حکمتيار خپلو اکثريت پخوانيو مريدانو ته ډېر وزن او درونوالی درلود. د ده او د افغان ملت ګوند ترخې تاريخچې سربېره، د ده ورود سياسي صحنې ته ټولو پښتنو ته يو رواني قوت وروباښه. په سياسي چانه زنيو کې يو قومي انډول غوندې محسوس شو.
حکمتيار اکثرو ته پاچا نه، بلکې پاچا ساز معلومېده. حکمتيار ډېرو ته فرد نه، بلکې يو فکري مکتب و، چې ځان ته يې خاص لاروي درلودل. خو ده پر دغه بې وخته او بې موقع کانديداتورۍ، د ځان موقف له يوه نهضتي او فکري رهبر نه يوه واړه ګذري سياست ته راټيټ کړ. ښاغلي حکمتيار خلکو ته دا هم وښوده چې دی له ټولنې څومره لرې او بې خبره پاتې دی. د ده له معاونيونو دا څرګنده شوه، چې حکمتيار ان په خپل ګوند کې څومره يوازې او بې اثره شوی.
حکمتيار بايد له ځان سره محاسبه کړې وای، چې د نني افغان ولس اوسط عمر څو دی؟ اوسنۍ څېړنې او سروې ګانې دا ښيي چې د ۶۴٪ افغانانو عمر له ۲۴ کلونو ټيټ دی؛ کابو ۳۰٪ افغانانو عمر د ۲۵ تر۵۴ کلونو په مينځ کې دی، او يوازې د ۶٪ افغانانو عمر له ۵۵ کلونو پورته دی.
اوس دغه شمېرو ته په کتو سره حکمتيار بايد دا هم له ځان سره محاسبه کړې وای چې دغه ۶۴ سلنه ځوان نسل دی په کوم نامه پېژني او د ده پيروان او معتقدان کومه ډله ده، او د کومې زمانې خلک دي. د نن وخت مذهبي ځوانانو کې خو داسې يو خوارجي افراطيت راغلی چې هغه پخواني اخوانيان هم ورته کافر ښکاري، لکه چې اخوانيانو ته ملتپال افغان ملتيان کافر ښکارېدل. او يا به د دواړو مرجع يوه وي. خو په هر ډول، زما په نظر حکمتيار به نن ورځ يوزاې ښايي د دې ۸-۱۰ سلنه خلکو، چې عمرونه يې له ۵۰ يا ۵۵ کلونو پورته دي، په زړونو کې د فکر په اساس نه، بلکې د يوې خوږې خاطرې او ناستالجيا په توګه محبوبيت ولري.البته دې شمېرې نه چې د نورو اقوامو نارينه او ښځينه منفي کړو، حکمتيار ته به ۵-۳ سلنه خواخوږي پاتې شي.
زما وړاندوينه دا ده، چې د حکمتيار رايې به له ۳٪ ډېرې نه وي. نو ځکه، ما ته د حکمتيار دغه منډه يوه ډېره لنډه او عجولانه سياسي منډه ښکاره شوه او ما په کې هېڅ ډول حکمت او سياسي ژورتوب ونه ليد. ډېرو هېوادونو کې داسې قوي فکري لاروي شته چې حکومتي ادارې ځانونو ته وړې ګڼي او دوی له ځان نه پاچا نه، بلکې پاچا ساز (کېنګ مېکر) جوړوي. زه د حکمتيار دغه عمل د ده سياسي او فکري مشرتوب ته يوه سياسي خودکشي ګڼم. خپلو لارويانو ته نن حکمتيار له يوې ناستالجيا او افسانې پورته بل کوم عملي رول او ارزښت نه شي لوبولی.