تاند- په پلازمېنه کابل کې د پوهنتون دوه بهرني استادان د امریکايي پوهنتون له مخې وتښتول شول.
راپورونه وايي چې تښتول شوي استادان یو امریکايي او بل استرالیايي دی.
شاهدان وايي، تښتونکو، چې د افغان ملي اردو یونیفورم یې اغوستی و، د شپې په ۸ نیمې بجې امریکايي پوهنتون ته نژدې دغو دوو استادانو ته د توپک خوله ونیوله او هغوی یې نامعلوم لور ته بېول.
کابل پولیسو د پېښې په اړه څېړنې پیل کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې دوی په کابل کې د یوه امریکايي د برمته کېدو له پېښې خبر دي.
په همدې حال کې استرالین نیوز خبري سرچینې وویل، یو استرالیايي استاد او د هغه امریکايي همکار د توپک په زور د کابل له امریکايي پوهنتونه تښتول شوي دي.
دا سرچینه همداراز وايي چې د کابل امنیه قوماندان جنرال عبدالرحمن رحیمي پېښه تایید کړه.
د کابل امریکايي پوهنتون یوه غیرانتقاعي موسسه ده چې ۱۷۰۰ محصلان او محصلینې په کې لوړې زده کړې کوي.